کراچۍ —
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي ملک د ترهگرۍ څخه پاکولو دپاره ختمي اپرېشن پېل کړی شوی دی ، او د ترهگرۍ په ضد د ضرب عضب په نوم پېل کړی شوی دغه اپرېشن به د خپل ختمي مقصد پورې روان وي .
د گل په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وزيراعظم نوازشريف قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه وسله والو په ضد د شورو کړی شوي اپرېشن په اړه ووئيل ، نزدې څلورنيمي مياشتې وړاندې په ۲۹م جنورۍ ما په دغې اېوان کې اعلان کړی ؤ ، چې امن ته د يوې بلې موقعې دپاره حکومت مقصدي مذاکرات پېل کوي . او بيا ما د يوې مذاکراتي کميټۍ اعلان هم کړی ، او دې اېوان يي توثيق کړی ؤ .
وزيراعظم زياته کړه زمونږ د خلوص او نېک نيتي وړانديز په هغې انداز وانخستی شو ، او د مذاکراتي عمل په وخت کې هم سخته ترهگري روانه وه ، ولې حکومت د صبر نه کار اخيستو او د مذاکراتو هڅي يې جاري ساتلې . خو د افسوس مقام دی چې د څلور نيمو مياشتو خبرو اترو امن پله پرمختگ ونه کړی شو .
نوازشريف ووئيل يو لور ته مونږ هغويي سره مذاکرات او د امن خبرې کولې او بل لور ته زمونږ په تنصيباتو باندې بمونه ورېدل او د اسلام اباد د عدالت نه تر د کراچۍ ائيرپورټ پورې ترهگري روانه وه . هغه زياته کړه مونږ ته د اپرېشن د لارې ټولو زيانونو اندازه ده ، خو د اپرېشن نه علاوه مونږ سره بله لار نه وه پاتې .
وزيراعظم زياته کړه مونږ د پرامنه پاکستان جوړولو پرېکړه کړې ده ، او زما يقين دی چې دغه اپرېشن به په ملک کې د امن سبب وگرځي . هغه ووئيل د مذاکراتو په عمل کې د سياسي او پوځي يو بل سره په صلاح مشوره وو ، او ټولې پرېکړې هم په شريکه شوي دي .
وزيراعظم خپله وينا کې ووئيل د ترهگرۍ د نه ختمېدونکې سلسلۍ او خصوصي توگه کراچۍ ائيرپورټ باندې د حملې وروستو د ختمي اپرېشن پرېکړه هم د پوځ سره په صلاح شوې ده .
هغه ووئيل پاکستان د ترهگرۍ لويي قېمت ورکړی دی ، او دغه د ۱۰ ، ۱۲ کالو نه روان دی . دغې جنگ زمونږ هرڅه په ټپه ودرولي دي او زمونږ معيشيت ته د ۱۰۳ اربه ډالره تاوان اړولی دی .
نوازشريف ووئيل د پرون پورې د اپرېشن او مذاکراتو په اړه بيلي بيلي رائي کېدی شوې ، خو وس دغه باب بندېدل پکار دي ، اوغږ يې وکړو چې د ټولنې هره طبقې له په گډه د حکومت او پوځ په شا ودرېدل پکار دي . نوموړي په قبائيلو هم غږ وکړو چې هغويي په دغې اپرېشن کې پوره کردار ادا کړي ، هغوي د ترهگرۍ تر ټولو قيمت ورکړی . او وس وخت راغلی چې د هغويې علاقې د اور او بارودو د لوبې نه پاکې کړی شي .
هغه ووئيل د امن د لارې خپلوؤنکو دپاره خصوصي مرکزونه جوړ کړی شوي ، حکومت به هغويي له د پرامنه ژوند تېرولو دپاره پوره اسانتياوې ورکوي ، او د اپرېشن نه اغېزمندو خلکو دپاره هم خصوصي مرکزونه جوړ کړی شوي دي ، او دغه زمه واري د مرکزي کابيني غړي عبدالقادر بلوچ ته سپارل شوې ده .
وزيراعظم نوازشريف د خپلې وينا په اخره کې ووئيل ، چې وس به په هيڅ صورت دا ملک د ترهگرو پناه گاه نه جوړېدو ته نه شي پرېښودی . او داسي پاکستان به جوړؤ چرته امن ، خوشحالي او پرمختگ وي او نړۍ مونږ د قتل وغارت په حواله نه بلکي د ترقۍ په لور يو پرعزم قوم په توگه گوري .
په قامي اسمبلۍ کې د وينا وروستو وزيراعظم نوازشريف دغه وينا په برني ايوان سينيټ کې هم کړې ده ، او راپورونه وايې اپوزيشن ډلو د حکومت د پوځي اپرېشن د ملاتړ وئيلي دي