پوليس : جاپان کې د وژل شوؤ کسانو شميره 6,400ؤ څخه زياته ده

پوليس : جاپان کې د وژل شوؤ کسانو شميره 6,400ؤ څخه زياته ده

جاپاني پوليسو وئيلي دي په هيواد کې دزلزلې او سونامي له امله دوژل شوؤ کسانو شميره د6,400ؤ څخه زياته شوې ده.
امدادي کارکونکي د زرگونو ورکو شوؤ کسانو لټه کوي او داغيزمنو شوؤ سړکونو دبحالۍ کار دوام لري.
مختلفو هيوادونود جاپان نه د خپلو وگړو د راويستلو عمل شروع کړى دى.
دامريکې دخارجه محکمې انډرسيکر ټري اف سټيټ پيټرک کينيډي ترمخه جاپان څخه خواؤشا دسلو امريکايانو لمړنۍ الوتکه دزيارت په ورځ تائيوان ته رسيدلې وه، په دغو خلکو کې اکثره دامريکائي چارواکو دکورنۍ غړي دي، يوه بله الوتکه به دجمعې په ورځ روانيږي.
خارجه محکمې په جاپان کې امريکائي وگړو ته ددغه هيواد څخه دراوتلو امر نۀ دى جارى کړى خو پخپله خوښه ددغه هيواد پريښودونکو کسانو ته سفري اسانتياوې ورکولى شي.
امريکا خپلو وگړو ته خبردارى ورکړى چې هغوي ته دزيانمن شوي فوکوشيما ډائي چي جوهري بجلي گهر نه لږ ترلږه 80 کلو ميټره اوسيږي.
برطانيه، چين او فرانس هم دجاپان څخه دخپلو وگړو راويستلو لپاره هلې ځلې کوي.
په عين حال کې دخشاک کمي، دبجلۍ بنديدو او سختې يخنۍ په وجه په امدادي کارونو کې ستونزې پيښې دي، چې له دې وروستو په ممکنه توگه دژوندو بچ شوؤ کسانو دلټولو اميد کم شوى دى.
دجاپان شمال ختيزه برخه کې ددريوؤ لکو نه زياتو متاثرينو لپاره جوړو داوسيدو ځائيونو کې حالات خرابيږي.
دجاپاني ريډکراس ترمخه داوسيدو ددغو ځائيونو په شمول هسپتالونو کې هم دوايانې او نور څيزونه په ختميدودي.