کولاچې: د پوليسو په تاڼه د ترهگرو بريد کې لس پولېس واله وژل شوي

کولاچې: د پوليسو په تاڼه د ترهگرو بريد کې لس پولېس واله وژل شوي

چارواکي وائي د پاکستان دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو دپوليسو په يوه تاڼه بريد کړى دى.
دغه جگړه چې دخالي دورځې تر ماښام پورې دوام لرلو پکې په سم لاسي توگه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو ترمخه د ایس ایچ او په گډون لس پولیسان وژل شوي دي.
د پوليسو يو مشر صلاح الدين خان ددغه نښتې په حقله وئيلي دي چې تندلارو دډيره اسماعيل خان ضلعې په کُولاچي سيمه کې دپوليسو په تاڼه بريد کړى، ملاتړ کوونکي عسکر دپوليسو سټيشن ته رسيدلي.
هغه وويل چې دوي يواځې دډزو غږونه اوري خو دا ورته نۀ ده معلومه چې دتاڼې دننه څه کيږي.
دپوليس چارواکو ترمخه دډيره اسماعيل خان په کولاچي سيمه کې دلسو څخه نيولې تر دولسو پورې ترهه گرو بريد کړى ، ترهه گرو ځانمرگي جيکټونه هم اغوستي.
چارواکي وائي چې ترهگرو په تاڼه کې تر 25ؤ پورې پولیس يرغمال کړي او دبهر څخه پوځيان ديرغمل نيول شوؤ عسکرو دراخوشې کولو لپاره عمليات کوي.
امنيتي ځواکونو ټوله تاڼه پخپله گيره کې اخستې او دترهه گرو سره سخته جگړه کوي ، جگړه کې لاسي بمونه او راکټ لانچرې استعمالولى شي.
له دې وړاندې په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې ددوؤ تندروه ډلو ترمينځ ترسره شوې نښته کې 15 جنگيالي وژل شوي وؤ او ديو انتظامي چارواکي ميرعالم وينا ده چې په دغه نښته کې گڼ شميرتندلاري ژوبل شوي هم دي.
بل لوري ته سرچينې وائي مينځنۍ کرمه ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې اووۀ تندلاري وژل شوي او دهغوي دوه ځالې له مينځه وړل شوي دي.