پاکستان کې د پوليو ناروغانو شمېره نوره سېوا شوې

پاکستان کې په روان کال کې د پوليو د کيسونو شمېره ۶۱ ته رسيدلې ده .


په داسې حال کې چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې د صحت نړيوالې ادارې پاکستان ته په هيواد کې د پوليو جراثيمو د موجودگۍ له کبله د سفرپه مهال د پوليو د ناروغۍ نه د ځان د خوندي ساتلو د ثبوت غوښتو تجويز ورکړی ، او د پاکستان نه بهر هيوادونو ته تلونکو ته د پوليو څاڅکي ورکول لازمي شوي دي .
په هيواد کې د پوليو دوه نور تازه کيسونه رپورټ شوي دي ، چې يو په کراچۍ او بل په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلی دی ، او دې سره پاکستان کې په روان کال کې د پوليو د کيسونو شمېره ۶۱ ته رسيدلې ده .
د سندهـ صوبې د صحت محکمې د ويکيسنو د څانگې مشر ډاکټر مظهر خميساني په خبره کراچۍ کې د پوليو تازه کيس د ښار د گډاپ ټاؤن په منگهوپير سيمه کې مخې ته راغلی دی ، او د ۱۸ مياشتو ماشومه ٫٫ حفصه ٬٬ چې د پلار نوم يې ٫٫ حيات رسول ٬٬ دی ، د پوليو ښکار شوې ده .
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي ووئيل کراچۍ کې روان کال کې د پوليو کيسونو شمېره پينځه ته ورسېده .
٫٫ دا تازه کيس چې مخې ته راغلی دی ، دغه کورنۍ شپږ مياشتې وړاندې د قبائلي سيمي وزيرستان نه کراچۍ ته راغلې ده ، او په کراچۍ کې په پينځه کيسونو کې درې په گډاپ ټاؤن ، يو په بلديه او يو په اورنگي ټاؤن کې رپورټ شوی دی . او دا هغه علاقې دي چرته چې د امنيت له وجې د پوليو څاڅکي نه ورکول کيږي ٬٬ .
نوموړي ووئيل په گډاپ ټاؤن کې چې کوم درې کيسونه مخې ته راغلي دي ، د دغو درې واړه ماشومانو کور والو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو څخه انکار کړی دی .
په کراچۍ ښار کې گډاپ ټاؤن هغه سيمه ده ، چرته چې وړاندې د پوليو په ټيمونو وژونکې حملې هم شوي دي .
د صحت د محکمې د رپورټ ترمخه کراچۍ کې د پوليو په پينځه کيسونو کې څلور ماشومان پښتانه او د يو تعلق د پنجاب سيمي سره دی .
د ملگرو ملتونو لخوا د ماشومانو دپاره د هنگامي فنډ د ادارې يونيسيف د پاکستان کوارډينيټر ډاکټر شمشيرعلي وايي ، روان کال کې تر ننه پورې په پاکستان کې د پوليو ۶۱ کيسونه رپورټ شوي دي ، چې پکې ۴۷ په قبائيلي سيمو کې ، ۹ په خيبرپښتونخوا کې او پينځه په کراچۍ کې مخې ته راغلي دي .
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي ووئيل ، پاکستان کې د پوليو تر ټولو لويه مسله په قبائلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې ده ، او هلته نزدې درې لاکهه ماشومان د دوؤ کالو راهسې د پوليو څخه محرومه پاتې دي .
٫٫ په خيبرپښتونخوا کې يوه بنو ضلع او بل پېښور دی ، چي د پوليو کيسونه پکې مخې ته راغلي دي ، د بنو د شمالي وزيرستان سره پوله ده ، او دغلته د خلکو تلل راتلل دا وجه کيدی شي ، او پېښور ته هم د خلکو تگ راتگ کيږي نو دغلته هم د پوليو دا علت کيدی شي . اودا مسله په کراچۍ کې هم ده ، چې د وزيرستان نه هلته کډې لاړې شي او ماشومانو ته يې د پوليو څاڅکې نه وي ورکړل شوي ٬٬ .
ډاکټر شميرعلي زياته کړه د صحت د نړيوالې ادارې لخوا په پاکستان سفري بنديزونه نا ، بلکې د احتياطي گامونو پورته کولو وئيل شوي دي ، چې د پاکستان نه بهر هيوادونو ته د پوليو دغه وائرس نور خواره نه شي .
هغه ووئيل هر چا له پکار ده څوک چې د ملک نه بهر ځي ، هغه ته به د پوليو څاڅکي او بيا يو سرټيفيکيټ ورکول کيږي . او دغه کار په هرځايي کې په هسپتالونو او هوايي ډگرونو په اسانه کيدی شي . له دې نه علاوه نور څه قسمه بنديزونه نشتی .
پاکستان د نړۍ په هغو درېو هيوادونو کې په سر کې دی ، چرته د پوليو وائرس وس هم شتون لري . دپاکستان نه علاوه افغانستان او نائجيريا کې د پوليو وائرس موجود دي .