د بلوچستان په پښين ضلع کې چارواکي وايي د پولیو کېمپېن 50 فیصد کار سر ته رسېدلی دی

پښين د بلوچستان مرکز کوټې ته څېرمه د چمن پر لويه لاره پرته سيمه ده. پښين، چمن، کلاعبدالله او کوټه د پوليو های رسک سيمې ګرځول شوې، چېري چې په تېرو وختونو کې د پوليو زياتې مثبت پېښې رپوټ شوې دي

د بلوچستان د پښين سيمې روغتيايي چارواکي وايي په سيمه کې د پوليو په موجوده کېمپين کې شاوخوا پنځوس فيصده ماشومان ويکسين شوي دي.

په ضلع کې د پوليو يا ګوزڼ ضد کېمپين کې يو لک دېرش زره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي او وټامن ای ورکول کېږي.

د پښين په کلي توره شا کې د روغتيايي مرکز مسوول ډاکټر نصير ترين وايي په کلي کې د پېنځو کلونو عمر پوري ماشومانو شمېر پنځه زره ده او د دوی د کارکوونکو ډلې کوښښ کوي چې هر کور او هر ماشوم ته ځانونه ورسوي او ويکسين یې کړي.

ډاکټر نصير ترين وايي "زموږ په سيمه کې اووه ويشت ګرځنده ټيمونه کار کوي. د يونيسيف او ډبليو ايچ او په مرسته د پوليو وايرس په ختمېدو کې ډېر مهم رول لوبولی، او هڅه کوي، چې خپل کار او هڅو ته دوام ورکړي. ځکه چې پوليو وايرس اوس دلته ختمېدو ته رسېدلی دی."

په پښين کې د روغتيا د نړيوالې ادارې په دفتر کې د پوليو کېمپين مسوول ډاکټر نجيب ترين وي او اې ډيوه ته وويل، چې د کوټې او چمن پر لاره په يارو سيمه کې د ويکسين مرکز جوړ شوی چې د چمن له لارې له افغانستان څخه کوټې ته تلونکي ماشومان ويکسين کېږي.

ډاکټر نجيب ترين وویل د سږ کال د شروع نه تر اوسه پورې په پاکستان کې د پولیو نوی کېس نه دی رپورټ شوی. " موږ پر ښه فېز (پړاو) کې داخل شوي يو، هيله ده چې ژر به د پوليو وايرس په پاکستان کې په بشپړه توګه له منځه يوړل شي. "

ماهرین وايي د پوليو ناروغي د نړۍ په نورو کې ختمه شوې خو په پاکستان او ګاونډي افغانستان کې اوس هم دغه وايرس شتون لري.

پښين د بلوچستان مرکز کوټې ته څېرمه د چمن پر لويه لاره پرته سيمه ده. پښين، چمن، کلاعبدالله او کوټه د پوليو های رسک سيمې ګرځول شوې، چېري چې په تېرو وختونو کې د پوليو زياتې مثبت پېښې رپوټ شوې دي.