مطبوعات: د سیاسي بې ثباتۍ له امله په پاکستان کې غیرملکي سرمایه کاري کمه شوي

د پاکستان مرکزي بېنک، سټېټ بېنک آف پاکستان د خالي یا شنبې په ورځ‌ ورکړې شمېرې ترمخه روان مالي کال کې سرمایه کارانو تراوسه پورې د پاکستان نه په مجموعي توګه 1.5 ارب ډالره سرمایه ویستلې او د مارچ په میاشت کې 400 ملین ډالره بهر ملکونو ته وړلی شوي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک او د سیاسي بې ثباتۍ له وجې پاکستان د اقتصادي چېلنجونو سره مخ شوی چې مطبوعات وايي په نتیجه کې یې دا میاشت بهرني سرمایه کارانو د پاکستان نه خپله سرمایه ویستل شروع کړي او د نړیوالې مالیاتي‌ ادارې، آي اېم اېف او پاکستان ترمنځ د درې ارب ډالروقرضې لپاره د تړون امکان کم لیدل کېږي.

د پاکستان مرکزي بېنک، سټېټ بېنک آف پاکستان د خالي یا شنبې په ورځ‌ ورکړې شمېرې ترمخه روان مالي کال کې سرمایه کارانو تراوسه پورې د پاکستان نه په مجموعي توګه 1.5 ارب ډالره سرمایه ویستلې او د مارچ په میاشت کې 400 ملین ډالره بهر ملکونو ته وړلی شوي.

د پاکستان مرکزي بېنک لخوا جاري کړل شوي بانډونه ‘پاکستان انوېسټمنټ بانډز’ د مارچ میاشت په اولنۍ برخه کې ترټولو زیات متاثره شوي. بهرني سرمایه کارانو د پاکستان انوېسټمنټ بانډز نه په دغه هومره موده کې د 102 ملین ډالره پېسې ویستي.

د پاکستان زیاتېدونکو بهرنیو قرضو او د زیاتو درامداتو له کبله د موجوده مالي کال په اولنو اته میاشتو کې د پاکستان بهرنۍ زرمبادله په ښکته تلې او نړیوالې مالیاتي‌ ادارې آي اېم اېف هم د ملکی ټېکسونو نظام کې د رعایتونو په حکومتي فېصله عدم اطمینان څرګند کړی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان وايي‌ د وزیراعظم عمران خان خلاف د باورۍ تحریک د نتیجې ښکاره کېدو نه وړاندې دا امکان ډېر کم دی چې نړیواله مالیاتي‌ اداره او حکومتي چارواکي د آي اېم اېف 6 ارب ډالره قرضې پروګرام لاندې پاکستان ته د قرضې په قسط تړون ته ورسي.

اقتصاد پوهان ویره لري چې بهرني سرمایه کاران د پاکستان نه په راتلونکو ورځو کې نورې پنګې ویستی شي که چېرې د هېواد دننه سیاسي بې ثباتي نوره زیاته شوه.

د سټېټ بېنک د درې کلونو مودې په بانډونو باندې د سود شرح 11.85 فیصده، د پنځه کلونو په بانډونو 11.75 فیصده او د لسو کلونو په بانډونو 11.74 فیصده ده.‌

د پاکستان حکومت او مرکزي بېنک د ملک دننه بهرنیو سرمایه کارانو راغب کولو لپاره د زیات سود په شرح بانډونه جاري کړي وو.

دا وخت د پاکستان د خزانې وزارت د درې میاشتو بانډونو باندې د سود شرح 11.99 فیصده،‌ د شپږو میاشتو په بانډونو باندې 12.5 فیصده او د 12 میاشتو په بانډونو باندې 12.7 فیصده ده.

د خزانې بانډونه د یو ملک دننه بانډونو کې ترټولو زیات محفوظ ګڼل کیږي ځکه چې ددغه بانډونو په شا د ریاست اعتبار وي او سرمایه کاران په دې زیات باوري وي چې په خراب مالي حالاتو کې د هغوي پېسې نه ډوبیږي. د دغه بانډونو پېسو ډوبېدو امکان صرف هغه وخت راتلی شي چې یو ملک د بانډونو په سر سود ورکولو کې د ناکامۍ سره مخ شي او هغه هېواد دیوالیه وګرځولی شي خو یو ملک هم د داسې حالاتو نه ځان محفوظ ساتلو لپاره کوششونه کوي ځکه چې په نړیوال مارکېټ کې داسې ملک د خپل اقتصادي‌ او مالي‌ضرورتونو پوره کولو لپاره بانډونه خرڅولو او یا نور قرضونه اخستو کې د سختو ستونزو سره مخ کیږي.