د محمد بن سلمان نه به د خاشقجي د قاتلانو په اړه پوښتنې کوو: ماېک پمپیو

د امریکا د خارجه چارو وزیر ماېک پمپیو ویلي امریکا به د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان نه د خبریال جمال خاشقجي د قاتلانو په اړه پوښتنې کوي.

د قطر په سرښار دوحه کې د اتوار په ورځ د دغه هیواد د خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره د لیدو کتو وروسته نوموړي ویلي ٫٫ مونږ به د سعودي ولي عهد سره په خبرو اترو کې د جمال خاشقجي قاتلانو ته د سزا په اړه پوښتنې کوو.٬٬

سعودي خبریال جمال خاشقجي تیر کال د اکتوبر په میاشت کې په ترکي کې د سعودي په سفارت کې وژل شوی وو. د هغه د وژنې وروسته لومړی سعودي عربستان ویلي وو چې هغه د سفارت د ودانۍ نه بهر وتلی وو، خو وروسته یې ومنل خاشقجي په سفارت کې د پلټنو په مهال وژل شوی وو.

ترکي دعوه کړی وه د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي د وژنې امر د سعودي حکومت لوړ پوړو چارواکو ورکړی وو. خو سعودي چارواکو بیا بیا ویلي د خاشقجي د وژنې امر محمد بن سلمان نه دی ورکړی.

د دوحه د سفر وروسته د امریکا د خارجه چارو وزیر ریاض ته تللی. د سعودي عرب وروسته به نوموړی اردن، عراق، مصر، بحرین او عرب اماراتو ته هم سفر کوي.

سعودي عرب ته د رسیدو وروسته نوموړي د سعودي عرب د خارجه چارو وزیر عدیل الجبیر او په امریکا کې د سعودي سفیر شاه خالد بن سلمان بن عبدالعزیز سره هم لیدلي. په دغه لیدنو کې نوموړي د خبریال جمال خاشقجي د وژنې د پلټنو خبره بیا تکرار کړې.

په دوحه کې د قطر د خارجه چارو وزیر سره په ګډ خبري کانفرنس کې ماېک پمپیو په عرب هیوادونو غږ کړی چې خپل منځۍ جګړې ختمې کړي او په ګډه کار وکړي.