پوپ فرانسیس په غزه کې د ممکنه "نسل وژنې" په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده

په نړۍ کې د کېتولیک عیسایانو د کلیسا مذهبي مشر پوپ فرانسیس په لومړي ځل په غزه کې د اسرايل په بریدونو کې د ممکنه "نسل وژنې" د دوامداره دعوو په اړه د نورو نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د کېتولیک عیسایانو مشر له حماس سره د یرغمل شویو اسرایلیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

پوپ فرانسیس د خپلو مرکو په نوي چاپېدونکي کتاب کې دا غوښتنه کړې ده، د کتاب نوم یې دی، «هیله هېڅکله نه مایوسه کېږي. زیارت کوونکي د غوره نړۍ پر لور» او د کتاب لیکوال یې هرنان رېز الکېډ دی.

دا په غزه کې له څه باندې یوه کال راهیسې د روانې جګړې په اړه د پوپ فرانسیس تر ټولو ښکاره نیوکه ده چې پکې د حماس د وسلوالو په خلاف عملیاتو کې د وژل شویو شمېر تر څلوېښت زره اوښتی دی.

پوپ د ایټلي د الا استامپا ورځپاڼې ته د نومبر پر 17مه د کتاب له متن څخه د اخیستل شوي اقتباس په بنیاد لیکلي، "د ځینو کارپوهانو په وینا هغه څه چې په غزه کې شوي، د نسل وژنې له ځانګړتیاوو سره برابر دي". هغه لیکلي:

"موږ باید په ژورتیا سره پلټنه وکړو او دا و ارزوو چې ایا دا د نړیوالو قانون پوهانو او تنظیمونه تکنیکي تعریف له [نسل وژنه] سره سمون خوري که نه".

پوپ فرانسیس تر دې مخکې د روان کال په اپرېل کې هم په په غزه کې د وژل شویو کسانو په اړه اندېښنه ښودلې وه او پخپل یوه پیغام کې ویلي وو چې هغه د اسراییل او حماس ترمنځ د روانې جګړې له امله "ډېر زیات خواشینی" دی.

پوپ تر دې مخکې د غزې حالت د عامو خلکو د نسل وژنې په توګه نه دی بیان کړی. وېټیکن د فرانسیس د وروستیو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

د حماس تر کنټرول لاندې په غزې کې د روغتیا چارواکي وايي د اسرایل په عملیاتو کې تر دې دمه 43,846 کسان وژل شوي، چې وایي اکثریت یې ولسي خلک ښځې او ماشومان دي، خو د حماس وسلوال یې جلا نه دي ښوولي.

دا لومړی ځل دی چې د کېتولیکو عیسایانو مشر پوپ فرانسیس په ښکاره ډول د غزې په جګړې کې د کارېدونکې "نسل وژنې" د اصطلاح په اړه د پلټنې غوښتنه کوي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې د غزې په جګړه کې د اسرايل کردار "د نسل وژنې له ځانګړتیاو سره برابر" بللی وو او اسرايل یې تورن کړ چې "لوږه د جګړې د وسیلې" په توګه کاروي.

امریکې او اسرایل د ملګرو ملتونو د دغې کمیټې دریځ غندلی او هغه یې د "اسرایل ضد دسیسه" بللې. د اسرایل د بهرنیو چارو وزارت د شنبې- خالي په ورځ وویل چې ملګري ملتونه د اسرائيل په اړه "د جانبداره رپوټونو او د اسرایل ضد جعل په اړه خپل ریکارډ" ماتوي.

دا لومړی ځل نه دی چې اسرايل د غزې په جګړې کې په "نسل وژنه" تورن کېږي. جنوبي افریقا د ترکیې، سپېن، مېکسیکو او ځینو نورو هېوادونو په مرسته د انصاف په نړیوال عدالت کې د اسرایل په ضد د نسل وژنې مقدمه ثبت کړې ده.

حماس د 2023 کال د اکتوبر په اومه نېټه پر اسرایل په برید کې 1,200 تنه ووژل چې اکثریت یې ولسي خلک دي او 250 نور یې یرغمل کړل. اسرايل وايي 97 تنه لا هم په غزه کې له حماس سره یرغمل دي، چې 34 تنه یې مړه شوي دي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.