پوپ فرانسس فېلډلفیا ته رسېدلې

د عیسایانو ستر مشر پوپ فرانسس د امریکا په خپل سفر کې په واشنګټن او نیویارک کې د نړۍ یو شمیر طاقتورو مشرانو سره لیدو کتو په محال په نړۍ کې د غربت ختمولو او ماحولیاتي بدلون په شان مهمو موضوعاتو خبری کړي. او د امریکا د سفر په اخري پړاو کې نن د خالي په ورځ سحر د امریکا فېلډلفیا ښار ته رسېدلې. دغلته به پوپ فرانسس د خاندان اهمیت ته پوره توجه ورکوي.

د پېنسلوینیا ایالت فېلډلفیا ښار به ړومبې امریکاېي ښار وي چې د خاندانو نړیوالې غونډې کوربه توب به کوي. دغه نړیواله غونډه یا کانفرنس د ویټېکن په مرسته کیږي. او حدف ېې په ګرده نړۍ کې د خاندانونو تر مېنځه د رشتې یو والې قوي کول دي. کوم ته چې د ټولنیزو بدلونو لکه دهم جنسانو د ودونو لهاملهخطر پیدا شوی. رومن کېتهولک چرچ روایتي واده یواځې د سړي او ښځې تر مېنځه ګڼي.

پوپ فرانسس فېلډلفیا ته د رسیدو وروستو د خاندان دغه غونډې منتظېمینو هغه ته تود هرکلې اوایو. او د رسیدو وروستو ېې راغونډو خلکو یوی لوې دستورې ته وینا هم اوکړه. نن غرمه به پوپ فرانسس د دغه ښار په تارېخي انډیپنډنس هال کې وینا هم کوي. نن ماښام به فېلډلفیا ته راغلو یو مېلین مننونکو ته وینا هم کوي.