بلاول بهټو: ملک کې يو قوت د بهټو او بل د امريت دی

بلاول ووئيل دا سکرپټ به تر هغې وي چې څو پورې کټ پتلي وزيراعظم نه وي راغلی او نظام گډو وډ کړی شوي نه وي

د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وايي ، پاکستان کې دوه قوتونه دي ، يو بهټوازم او بل د امريت پُجاريان (پلويان) دي .

د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري نن د خالي په ورځ کراچۍ کې د قائد اعظم په مزار د خپلې پارټۍ راجوړې جلسې ته د اوږدې وينا څخه د خپل سياست باقاعده پېل وکړو ، او په دغې وينا کې يي په ملک کې د ترهگرۍ ، امريت ، مرکزي حکومت ، سياسي مخالفانو ، د صوبو د حکومتونو او يو شمېر نورو مسلو ذکرهم وکړو .

بلاول بهټو زرداري د خپلې وينا پېل د نعرو څخه وکړو او ويي وئيل ، قائداعظم راته پاکستان ، او ذوالفقارعلي بهټو راته د ۱۹۷۳م ائين او جمهوريت راکړی ، نوموړي ووئيل پاکستان کې دوه قوتونه دي ، يو د بهټو ازم ، او بل د امريت پُجاريان دي .

بلاول سوال وکړو ، چې ترهگرې حملې په مونږ په ولې کيږي ، په پهانسۍ مونږ خېژول کيږو ، خودکش حملې يواځې زمونږ دپاره ولې دي ؟ . هغه ووئيل مونږ ويرول کيږو خو واورئ بهټو کله هم نه ويريږي ، او هغه نعره ولگوله ، زه باغي يم زه بهټو يم .

د پيپلزپارټۍ چيئرمېن خپله وينا کې د خپلې وژل شوې مور پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بهټو ، د پنجاب د وژل شوي گورنر سلمان تاثيراو د اقليتونو د وژل شوي وزير شهبازبهټي يادگېرنه هم وکړه .

هغه ووئيل ، يو طرف ته د بهټو غوښتونکي او بل طرف ته د امريت پلويان دي ، مونږ هغه جمهوري پاکستان حاصل کړی ، چې بهټو او زمونږ مشرانو ورپسې قربانۍ ورکړي .

بلاول ووئيل نن په ملک کې د سکرپټ خبرې کيږي ، چې دا سلسله څه ده . هغه ووئيل د دې سکرپټ مقصد دا ؤ ، چې نوازشريف ته جعلي مينډېټ ورکړی شي او کټ پتلي خان اپوزيشن مشر جوړ شي ، خو داسې ونه شوه .

هغه ووئيل دا سکرپټ به تر هغې وي چې څو پورې کټ پتلي وزيراعظم نه وي راغلی او نظام گډو وډ کړی شوي نه وي . نوموړي دا هم ووئيل ملکي او غېر ملکي قوتونه د پاکستان نه شام او عراق جوړول غواړي .

بلاول بهټو زرداري په وزيراعظم نوازشريف او د پنجاب په وزيراعلي شهباز شريف نيوکې وکړې ، او د پنجاب وزيراعلي شهبازشريف يي د امر ضياالحق پېداوار اوباله .

د پيپلزپارټۍ مشر اسلام اباد کې دهرنې کوؤنکي د کټ پتليانو په نوم اوبالل ، او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) د مشر عمران خان د نوم اخستو پرته يي ووئيل ، دهرنې پرېږده او لاړ شه په خېبرپښتونخوا کې د خلکو خدمت وکړه ، او که د طالبانو نه ويريږي نو د کډوالو څنگ ته لاړ شه .

بلاول د تحريک انصاف مشر ته په مخاطب کولو سره ووئيل ، په ۹۰ ورځو کې دې د حالاتو بدلولو او نوي پاکستان جوړولو وئيلي ؤ، بيا څه وشو . يواځې دې پښتونخوا هم نوې جوړه نه کړه . هغه ووئيل په ۹۰ کې دې د کرپشن ختمولو وئيلي وو ، لمړی خو دې د خپل جهاز والا ملگري احتساب وکړه .

هغه ووئيل نن حالات بدل دي ، پيپلزپارټي او د اتحاديانو نه علاوه يي نور څوک هم د ترهگرۍ په ضد جنگ خپلولو ته تيار نه دي . هغه ووئيل ، کټ پتليان په حکيم الله محسود ژړاگانې کوي .

نوموړي زياته کړه پوځ په وزيرستان کې د ملک دپاره جنگيږي ، يواځې په طاقت جگړه نه گټل کيږي ، مشرف هم ډېرې اپرېشنې کړې وې خو عوام ورسره نه وو . په سوات کې زمونږ د حکومت اپرېشن ځکه کامياب و چې مونږ سره خلک وو .

هغه ووئيل د سندهـ صوبې د پيپلزپارټۍ حکومت په کراچۍ کې د ترهگرو په ضد جنگيږي ، او پنجاب کې ترهگرو خوندي ځالې جوړې کړي دي .

بلاول ووئيل مونږ په کراچۍ کې امن غواړو ، وزيراعظم نوازشريف ته په مخاطب کولو يي ووئيل ، تر څو به مونږ يواځې جنگيږو . په کراچۍ کې انتهاپسندي ده ترهگري ده سياسي مافيا ده ، او د امريت پېداوار دی ، او که ته د ترهگرو نه ويريږي نو استعفې ورکړه او کور ته لاړ شه .

نوموړي ووئيل ۲۰ کاله اېم کېو اېم په کراچۍ واک کړې او حال يي ستاسو مخې ته دی ، او وس پي ټي ائي د لاهور نه کراچۍ جوړول غواړي .

خو د دې ترڅنگ نوموړي په وزيراعظم او اېم کيواېم دواړو د يو ځايي کار کولو غږ هم وکړو ، او زياته يي کړه وخت راغلی چې ټولو له به د ملک لپاره کار کول وي .

د پيپلزپارټۍ مشر خپله اوږده وينا کې د وړو صوبو د محرومۍ او کشميرسره د گلگت بلتستان يادگېرنه هم وکړه ، او په ميډيا يي ټکونه وکړل ، چې بلوڅانو د بې درکه خلکو دپاره تراسلام اباده پېدل مارچ وکړو ، د هغويي خبره چا هم نه وه اورېدلې ، او په غټه کچه د کټ پتليانو کوريج کيږي .

بلاول بهټو په وينا کې د خپلې پارټۍ د تېر حکومت ، او سندهـ صوبه کې د موجوده حکومت ترقي ياتي کارونه هم ياد کړل ، او په راتلونکې کې يي د نورو کارونو ژمنې وکړې .

د پاکستان پيپلزپارټۍ لخوا نن د اکتوبر د مياشتې په ۱۸م نېټه دغه جلسه په داسې حال راجوړه شوې وه ، چې د نن نه اووه کاله وړاندې د پخواني پوځي امر پرويز مشرف د صدارت په موده کې په کال ۲۰۰۷م هم په ننۍ ورځ د پيپلزپارټۍ پخوانۍ وزيراعظمه بېنظيربهټو د جلاوطنۍ څخه بيرته ملک ته راتله ، او د کراچۍ په شاهراه فېصل سړک باندې د کارساز په مقام د هغې په کاروان بريد شوی و .

په دغې بريد کې بېنظيربهټو خپله روغه پاتې شوې او د پارټۍ د ۲۰۰ نه زيات غړي يي وژل شوي او په سلگونو نور ژوبل شوي وو .

بېنظيربهټو وروستو بيا په ۲۷م دسمبر کال ۲۰۰۷م کې د راولپنډۍ په لياقت باغ کې د يوې جلسې کولو نه پس په ځان مرگي بريد کې وژل شوې وه .

د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري له وړاندې نه وئيلي ، د بېنظيربهټو نه نيمگړی پاتې شوی سفر يي د هغې ځايي څخه بيا پېل کړو .

په مزار قائد جوړې جلسې ته په وينا کې د پيپلزپارټۍ شريک چيئرمېن او د تېرحکومت صدر اصف علي زرداري ووئيل ، پوځ د ملک د مخالفينو سره جنگيږي ، او په اسلام اباد کې د مداريانو لوبې رواني دي .

نوموړي د عمران خان د نوم وئيلو نه بغېر ووئيل په يو هسپتال جوړولو خلک بېوقوف جوړولی شي ، مونږ نه شي . خلک بې وقوفه مه جوړوه ، غزت ورته وښائيه . هغه ووئيل د دغو غټو جلسو خرڅ د کوم ځايي نه پوره کيږي ، دا راته مالومه ده ، خو په خله مو لاس اېښودی دی .

جلسې ته د پيپلزپارټۍ د تېر حکومت دوه وزيراعظمانو يوسف رضا گېلاني ، راجا پرويز اشرف ، پارليمان کې د اپوزيشن مشر خورشېد شاه ، مخدوم امين فهيم او نورو مشرانو هم ويناوې وکړې ، او ويي وئيل په دغه جلسه کولو د پيپلزپارټۍ د وژل شوې مشرې بېنظير بهټو نيمگړې ايجنډا پوره شوه .

د پيپلزپارټۍ د جلسې دپاره د سيکيورټۍ دپاره کلک گامونه پورته کړی شوي ، او د پوليس چارواکو په وينا يواځې د جلسې دپاره د ۲۲۵۰۰ پوليس ځايي په ځايي کړی شوي وو . په جلسه گاه کې د څارنې دپاره د ۳۰۰ نه زياتې کېمرې لگول شوې ، او د هيلي کاپټر د لارې يي هم څارنه کېدله .