د امریکې صدر جوبایډن غوښتلي په روسي صدر ولادیمیر پوتین دې د جنګې جرمونو مقدمه جوړه کړی شي

صدر بایډن

صدر بایډن

د اوکراېن سر ښار کییف سره نژدې د روسي ځواکونو دلاسه په لویه شمېر کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه د معلوماتو مخې ته راتلو وروسته، د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ غوښتنه وکړه چې د روسي صدر ولادیمیر پوتین خلاف دې د جنګي جرمونو مقدمه وچلول شي.

صدر بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د کییف په مضافاتو کې چې څه ولیدل شوو د دې ترمخه پوتین جنګي مجرم بلل کېدی شي خو پکار ده چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، صدر بایډن پوتین "بې رحمه" و بللو.

امریکايي صدر ژمنه وکړه چې په روس په اضافي پابندۍ ولګوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د اوکراېن سرښار کییف شا او خوا نه د روسي ځواکونو د پشا کېدو وروسته اوکراېني مامورینو ویلي لږ تر لږه د 410 ملکي کسانو مړي موندل شوي دي. د رپورټ ترمخه، د ځینو مړو لاسونه تړل شوي وو، په بدنونو یې د تشدد نخښې وې او ځینې کسان پکې د نژدې نه په ډزو ویشتل شوي دي.

مسکو دا خبره رد کړې چې روسي ځواکونو په اوکراېن کې په ملکي کسانو ظلمونه کړي

د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د ملګرو ملتونو انډر سېکرېټري جنرل سره د ګل، دوشنبې، په ورځ د خبرو شروع کولو په موقع وویل د اوکراېن دا دعوه چې روسي ځواکونو د کییف او بوچا ښارونو سره نژدې د ملکي کسانو قتل عام کړی "داسې راپارونه ده چې د دنیا امن او امان ته نېغ په نېغه ګواښ راولاړوي."

د یورپین کمېشن مشرې اورسولا وان ډر لېین د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې وویل چې يورپین یونین به اوکراېن ته څېړونکي لیږي چې د جنګي جرمونو په اړه معلومات جمع کړي.

زیلینسکي د ګل، دوشنبې، په ورځ قام ته په تلویزیون وېنا ککې وویل د روسي ځواکونو د تشدد نه وروسته به روس سره مذاکرات مشکل شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روسي ځواکونه د کییف نه پشا شوي دي او توجه یې د اوکراېن په جنوبي برخو کې حملو ته اوړولې ده. د اوکراېن صدر ولادومیر زیلینسکي د امریکې سي بي اېس تلویزیون ته وویل په هېواد کې د خلکو د وژل کېدو په اړه وویل "دا په حقیقت کې نسل وژنه ده."

زیلینسکي وویل روسي ځواکونه اوکراېن تباه کوي او لمنځه یې وړل غواړي.

د نېټو سېکېرټري جنرل ینس سټالټنبرګ سي اېن اېن تلویزیون ته وویل په تېرو څو لسیزو کې د ملکي کسانو په ضد داسې ظلمونه نه دي لیدل شوي.