صدر زېلېنسکي: د اوکراین نیول شوي سیمې به د روس نه بېرته اخلو

د اتوار، یکشنبې، په شپّه خپله وېنا کې زېلېنسکي وویل چې روس يې د هېواد په مشرقي ډونباس سيمه کې د طاقت مظاهرې کوي

د اوکراېن صدر ولودوماېر زېلېنسکي ژمنه کړی چې د جدید وسلو په مدد به خپلې علاقه بېرته د روس نه ګټي.

زېلېنسکي دا خبره وروسته له هغې کړې چې د هېواد په مشرقي لوهانسک صوبه کې اوکراېني ځواکونو په خپله ولقه کې د اخېري علاقې نه هم پشا شوی دي.

د اتوار، یکشنبې، په شپّه خپله وېنا کې زېلېنسکي وویل چې روس يې د هېواد په مشرقي ډونباس سيمه کې د طاقت مظاهرې کوي او دا چې اوکراېني ځواکونه به د امریکا په ګډون د يورپي اېتلافیانو د خوا د ورکړل شوو تر اوږدې فاصلې پورې ګزار کونکو مزایلو او نورې جديد وسلې سره ځوابي بريدونه کوي.

زېلېنسکي زیاته کړه چې د خپلو پوځیانو تحفظ کوي خو ورسره د اولس کردار هم یو شان د اهميت وړ دی. دوي به لارې بېا جوړوي او علاقې به بېرته نيسي او د خلکو حفاظت ته به اوليت ورکوي.

اوکراېن ځواکونو د اتوار په ورځ وېلی دي چې د لېسچېنسک نه باقي پاتې ځواکونه هم په دې وېستلی دي ځکه چې د روس د زیاتو پوځیانو او د وسلو په مقابله کې د اوکراېني ځواکونو مزاهمت لویه مرګ ژوبله رامخې ته کولی شوه.

اوکراېني ځواکونه پرله پسې د روس د پوځ د مقابلې د پاره د مغربي ملکونو نه د نورې جديد وسلې غوښتنه کوي.‌
روس په اوکراېن د څلورو میاشتو د یرغل په وړومبو ورځو کې، زېلېنسکي د واکه لرې کولو یا د سرښار کېف په نېولو کې د

ناکامۍ ورستو ټوله توجو د هېواد د مشرقي سيمې ډونباس نېولو ته کړی. لوهانسک او دونېسک صوبې د ډونباس برخې دي. د دونېسک یو شمېر ښارونه وس هم د اوکراېن سره دي.

د روس د د فاع وزارت په ټیلي ګرام وېلی دي چې د دفاع وزير سرګۍ شوګو صدر ولادمير پوټېن خبر کړی دی چې د لوهانسک پيپلز رېپبلک ازاد کړل شوی دی. په لوهانسک کې د روس پلوه بېلتون خوښو حکومت د ځان د پاره دا نوم کاروي.

په عېن حال کې روسي چارواکو د اتوار په ورځ وېلی دي چې د اوکراېن سره په پوله د روس ښار کې د چاودنې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوی دي.

په بلګوروډ کې یو شمېر رهاېشي ودوانو ته هم نقصان رسېدلی دی. د روس پارلېماني غړي اندرۍ کلېشاس په بګورود کې د خلکو وژنه او د ولسي اډانې زیان د اوکراېن برید بللی دی او غوښتنه يې کړی چې د دې ټېنګ پوځي ځواب دی ورکړل شي.

اوکراېني ځواکونو د چاودنۍ په اړه د روس دعوو ته ځواب نه دی وېلی.

نن د ګل یا دوشنبې او سبا به په سوېټزرلېنډ کې د اوکراېن د بېا ودانۍ په اړه غونډه کيږي. په غونډه کې به د یوشمېر ملکونو،‌ نړيوالو ادارو او د شخصي کاروبارونو مشران برخه اخلي.

د سوېټزرلېنډ د پاره د اوکراېن سفير ارتم رېبچېنکو وېلی دي په کانفرنس کې به يې د هېواد د بېا ودانۍ د پاره په بېله بېلو چارو خبرې کيږي.