د پاکستان د پوځ نه برخاست شوی کرنل حېدر علي د پښتون ژغورنې غورځنگ په حقله څه وايي؟

په سوات کې د پاکستان زنده باد جلسې یو مهم مشر کرنل حیدر علي تور لگولی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنگ په شا د دښمن لاس دی، هغه وویل:

"دښمن معلوم دی، هندوستان دی او بل دا چې امریکا هم په سیمه کې بد امني غواړي" د پښتون ژغورنې غورځنگ یوې مشرې عصمت شاه جهان دغه تور رد کړی دی او وايي:
" که د چا سره څه ثبوت وي عدالت ته دې لاړ شي" عصمت شاه جهان او کرنل حیدر علي دا خبرې د ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې کړي دي.

نن په سوات کې د پاکستان زنده باد په نوم په گراسي گراونډ کې یوه جلسه شوې چې د کرنل حیدر نه علاوه یې مشري په پښتونخوا صوبه کې د واکمنه گوند صوبايي غړي فضل حکيم هم کوله. په سوات کې سبا له په کبل میدان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ جلسه کیږي. د پي ټي ایم د جلسې په سوات کې یو مشر محمد اقبال عیساخیل وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي دي:

" د سوات په جلسه که به غټه غوښتنه دا وي چې پوځ دې سوات پرېږدي"

په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې د کرنل حیدر او عصمت شاه جهان نه کوربه رحمان بونیري تپوسونه کول. تاسو یې په لانديني لینک اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان د پوځ نه برخاست شوی کرنل حېدر علي د پښتون ژغورنې غورځنگ په حقله څه وايي؟

حیدر علي خان د پاکستان په پوځ کې د کرنل په عهده کار کوو او د بډو رشوتونو په تور کې د پوځ څخه بر خاست کړی شوی وو. کرنل حیدر وايي دی چې برخاست شو نو د پوځ په کروړونو روپۍ ورسرې وې:
"ما سره ١٧ کروړه روپۍ او یو لینډ کروزر وو"

هغه وايي په اوله ورځ یې د دوه نیم کروړو روپو لینډ کروزر واپس ورکړو او نورې یې بیا څه د پاسه لس کروړه ورکړې، هغه وايي نورې روپۍ ترې خرچه شوې وې نو بیا یې د خپلې مور زمکه خرصه کړله:

" ما ورته وې ما له شپږ میاشتې راکړئ، په کوټلۍ کې زما دمور پټی دی زه هغه خرصومه بیا نورې درکومه"

کرنل حیدر مني چې دغه ټول دولت هغه د پاکستان او افغانستان په چمن پوله په ناجایزه طریقو گټلی وو. په هغه د څلور اربو روپو د بډو رشونو تور دی. کرنل حیدر چې د پوځ نه برخاست شوی دی اوس هم ټول مراعات او پنشن اخلي:

"زما یو پنشن بک دی، زما اکاونټ ته هره میاشت الحمدالله تنخواه راځی"

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران په پاکستان کې د تېرو دوه میاشتو راهسې جلسې کوي او تور پورې کوي چې په قبایلي سیمه فاټا کې د پاکستان پوځ په زوره په زرگونو خلک بې درکه کړي دي.