"حکيم الله محسود کۀ د ظلم داستان "؟

د طالبانو دمشرتوب په دوره کې يې د سلگونو بمي چاودنو،ځانمرگي بريدونو اؤ زرگونو بيگناه خلکو د وژنې پړه په غاړه اخستې وه

دجمعې په ماښام دپاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان د ميرام شاه په ډڼدي درپه خيل نومې سيمه کې د امريکا دبې پائيلوټه جاسوسي الوتکو په يو بل بريد کې د پاکستاني طالبانو د تحريک دمشر حکيم الله محسود د وژنې راپورونه خپارۀ شوي دي .
دطالبانو دغه مشر ډيرو خلکو په ټي وي گانو اؤ انټرنيټ ليدلى ؤ اؤ هم يې دهغه غږ اوريدلى ؤ خو د ژوند د لوړو ژورو څخه يې ډير کم خلک خبرتيا لري.
دغټو څڼو، رنگۍ ږيرې اؤ کوټلي وجود څښتن دوه ديرش کلن حکيم الله محسود د طالبانو په ليکه کې دخپل طبعيت له مخې يو سخت زړى انسان اؤ د هغۀ ژوند د ظلم داستان گڼل کيدو .
د طالبانو دمشرتوب په دوره کې يې د سلگونو بمي چاودنو،ځانمرگي بريدونو اؤ زرگونو بيگناه خلکو د وژنې پړه په غاړه اخستې وه اؤ د بيگناه انسانانو په وژنه يې د ندامت د اظهار پځايې په هسکه غړۍ وياړ کولو.
پيدائش اؤ زده کړې
په کال ١٩٨١کې د جنوبي وزيرستان د جنډوله په کوټکۍ نومي کلي کې زيږيدلى ؤ اؤ تعلق يې د محسود قبيلې د اشينگۍ ځيلې سره ؤ.
مورپلار پرې جمشيد نوم ايښى ؤ خو چې راځلمى شو نو د خپل سخت اؤ جابرانه طبعيت له مخې يې په ځان ذوالفقار نوم کيښودو اؤ زياترو طالبانو به هغه د کمانډر ذوالفقار په نوم هم پيژندو.
وئيل کيږي په رسمي ډول يې کومې ديني زده کړې نۀ وې کړې بلکې دخيبرپښتونخوا د هنگو ضلعې د شاهو نومي کلي په يوه مدرسه کې يې لمړى ديني تعليم ترسره کړى ؤ.
په دغه مدرسه کې هغه سره د طالبانو پخواني وژل شوي مشر بيت الله محسود هم يو ځايې زده کړې کولې ، خو دواړو سبق په نيمايي کې پريښودو اؤ ټوپکونه يې اوږې ته واچول.
کورنى ژوند
د کورني ژوند په هکله يې ډير کم معلومات د ميډيا مخې ته راغلي دي خو وئيل کيږي دوه ودونه يې لرل چې په هغې کې يې يو وادۀ اوس اوس د اورکزو ايجنسۍ په ماموزئ قبيله کې کړى ؤ، هرڅو کۀ پيدائش يې د جنوبي وزيرستان ؤ ،خو دتيرو زياتو کلونو راهسې په شمالي وزيرستان کې ميشته ؤ .
دطالبانو ليکه کې ورگډيدل
په کال ٢٠٠٤م کې چې کله بيت الله محسود د طالبانو دمشر په توگه راپورته اؤ اوپيژندل شو نو حکيم الله محسود په هغه مهال طالبانو سره د جوخت ناستي پاستي په وجه د طالبانو دتحريک وياند ټاکل شوى ؤ،
له دې وړاندې د هغۀ د کورنۍ يو مهم غړى قاري حسين هم د طالبانو مهم کمانډر ؤ چاچې د بمونو په جوړولو اؤ خودکشو تربيه کولو کې ځانگړى شهرت پيداکړى ؤ.
حکيم الله محسود ته د نزدې سرچينو له مخې هغه د بيان غوره صلاحيت لرلو اؤ مدام به يې د طالبانو په غونډو کې خپله خبره ډير په فصاحت سره کوله چې د ټولو خلکو تو جو به يې ځان طرفته راگرځوله اؤ همدغه وجه وه چې د کم عمرۍ باوجود ورته په طالبانو کې زيات محبوبيت حاصل ؤ.
شهرت موندل
دکال ٢٠٠٧م دګرمۍ دموسم څخه دکال ٢٠٠٨م دسپرلي تر موسمه دامريکا په پوځي کاروانونو د بريدونو ذمه واري يې په غاړه لرله اؤ په دغه مهال دهغۀ د وسله والو د ناتاره بريدونو له امله دخيبر دره هم شپږ ځله بنده شوې وه کومه چې د زمکې د لارې افغانستان ته د ائتلافي پوځيانو د تيريدو اسانه لاره گڼل کيده.
په کال ٢٠٠٨م کې حکيم الله محسودته د طالبانو لخوا داورکزو، خيبر اؤ کرمې ايجنسۍ دننه د طالبانو دفعاليتونو مشري ورکړل شوه.
په لمړي ځل يې ٢٠٠٧م کې وروستو له هغې شهرت وموندلو چې دپاکستاني پوځ په ضد يې ځينې سختې حملې ترسره کړې .
په پينځمه جنورۍ ٢٠١٠د افغانستان خوست ولايت کې دامريکايي سي ايي اى په مرکز د ترسره شوي ځان مرگي بريد څخه څلور ورځې وروستو هغه په يوه داسې ويډيو کې راښکاره شو په کومه کې چې د سي ايي اى په مرکز خودکش بريد کوونکى اردني وگړى عمام خليل ابوملال البلاوي د خودکش حملې څخه د مخه د وصيت بيانولو په حال کې ښودل شوى ؤ
په دغه بريد کې د سي ايي اى ٨ مامورين وژل شوي ؤ چې دا په هغه مهال امريکا دپاره په افغانستان کې يوه سخته ضربه گڼل شوې وه اؤ حکيم الله محسود ددغه ويډيو له لارې په لمړي ځل زياتو خلکو پيژندلى ؤ.
دنشانه باز په توگه
ديو ښه نشانه باز يا نخښه ويشتونکي په توگه هم پيژندل کيدو اؤ دهر قسمه وړې اؤ غټې وسلې داستعمالولو په هنر پوهيدو.
ډزې يې د خوښې مشغوله وه اؤ د هغۀ پيژندونکي وايي چې که کله به يې په انسان ډز نه کولو نو په هوا کې به يې مدام ټوپک په يو لاس ډزولو.
د پاکستان داستخباراتي شبکي ايي ايس ايي د يو پخواني افسر کرنل امام چې ځان يې" د مجاهدينو استاذ "گڼلو اؤ طالبانو له نيول کيدو وروستو وژلى ؤ په هغه جاري کړل شوي ويډيو کې هم حکيم الله محسود په کرنل امام دگولۍ چلولو په حال کې ښودل شوى ؤ چې دهغه د وژل کيدو په مهال جوړه کړل شوې وه
ميډيا سره اړيکې
هرڅو که به يې په ميډيا خپل تصويران ،ويډيو گانې اؤ بيانونه خپرؤل خوښول اؤ کله کله بيا يې صحافيان ځانته هم رابلل خو دهغې باوجود يې هم په ميډيا د خپل فشار راوړلو پوره پوره هڅې کولې اؤ په بيلابيلو وختونو کې يې نه يواځې د خپل فکر په ضد د خپرونو کولو په جرم گڼ شمير صحافيان وژلي بلکې وخت په وخت به يې د خپل تحريک د وياند له لارې صحافيانو ته د وژلو گواښونه اؤ اشارې هم کولې،په پښتو اؤ اردو ژبه به يې خبرې کولې خو ميډيا ته به يې زياتره بيانونه په اردو ژبه کې ورکول
دکومې مفکورې د اثرلاندې ؤ؟
حکيم الله محسود ته نزدې سرچينې وايي هغه په بنياديي توگه يو جابر،سخت زړى اؤ د مذهبي اؤ مسلکي تعصب ډک سړى ؤ.
فکري تړون يې د پنجاب د سخت دريځه ډلې لشکرجهنگوي سره ؤ همدغه وجه وه چې په کرمه ايجنسۍ کې د شيعه اؤ سني مسلمانانو ترمينځ نښتو کې په هغه د بې کچه شيعه مسلمانانو د وژنې اؤ يا ورته د تکليف رسؤلو تورونه پورې کړل شوي ؤ.
دطالبانو دمشرولۍ سمبالولو څخه وروستو هم هغه د پنجاب د طالبانو سره ژوره دوستي پاللې وه اؤ خودکش حملې اؤ بمي چاودنې به يې يواځې د پښتنو په سيمو کې کولې.
د طالبانو مشر جوړيدل
دکال ٢٠٠٩م داگست په مياشت کې چې کله په يو امريکائي ډرون حمله کې دپاکستانى طالبانو پخوانى مشر بيت الله محسود ووژل شول ، نو له هغې وروستو حکيم الله محسود په ٢٢م اګست کال ٢٠٠٩م کې دطالبانو د٤٢ رکني شورا له لوري دپاکستاني طالبانو دتحريک متفقه مشر ټاکل شوى ؤ
دبيت الله محسود دوژل کيدو څخه دمخه هغه دفدايان اسلام په نوم دتندلارو په ډله کې شامل ؤ اؤ دبيت الله محسود مرستيال ګڼل کيدو.
فدايان اسلام ډله په طالبانو کې د خودکشو څخه گڼل کيږي.
حکيم الله ته پخپله مشرۍ کې اوختي ستر زيانونه
هسې خو چې دکله راهسې حکيم الله محسود د طالبانو دتحريک مشر ټاکل شوى ؤ نو دغه تحريک ته گڼ شمير ستر زيانونه اوښتي دي چې پکې دپاکستان د حکومت دشميرې له مخې په ډرون بريدونو کې د ٢٠١٦٠ترهگرو د وژل کيدو ترڅنگ د طالبانو د ډيرو مهم کمانډرانو وژل کيدل يا هم نيول کيدل شامل دي
د ډرون بريدونو له امله د وژل شوؤ ترهگرو دغه شميره کې اگر چې ځينې د حکيم الله محسود دمشرۍ څخه وړاندې هم وژل شوي دي خو زيات شمير پکې د حکيم الله محسود د مشرۍ په مهال وژل شوي.
خو د ټول غټ نقصان چې حکيم الله محسود ته د خپلې مشرۍ په مهال اوښتې نو په هغې کې د هغه دمرستيال اؤ نوميالي طالب کمانډر ولي الرحمان وژنه شامل ده څوک چې سږکال دمئ په مياشت کې دډرون هم په دغه شان يوه حمله کې وژل شوى ؤ.
دوهم ستر نقصان هغه ته دسوات د طالبانو دماتيدو په شکل کې رسيدلى ؤ.
د وزيرستان څخه وروستو دخيبرپښتونخوا سوات سيمه د طالبانو ترټولو ستر مرکز گڼل کيدو خو دغلته دپوځي عملياتو په نتيجه کې د هغوئ نيټ ورک مات شو اؤ د تحريک سيمه ايز مشر مولوي فضل الله يې افغانستان ته په تيښته بريالى شو.
په دغو پوځي عملياتو کې د طالبانو دتحريک زياتره مهم سيمه ايز مشران وژل شوي اؤ نيول شوي وؤ.
د ولي الرحمان د وژل کيدو څخه وروستو حکيم الله محسود خپل باوري کمانډر لطيف الله محسود خپل مرستيال ټاکلى ؤ خو د روان کال په پينځم اکتوبر دافغانستان په خوست ولايت کې دائتلافي ځواکونو لخوا د هغه نيول کيدۀ هم حکيم الله محسود دپاره يوه سخته ضربه وه.
دحکيم الله محسود پسر وتلي انعامونه
امريکا په يکم ستمبر کال ٢٠١٠م کې حکيم الله محسود دنړيوالو ترهه ګرو پخپل فهرست کې شامل کړى ؤ اؤ د هْْغۀ پسر يې پينځه ملينه امريکائي ډالر انعام منلى ؤ
همدغه راز په ٢م نومبر کال ٢٠٠٩م کې دپاکستان حکومت هم دهغه پسر دپنځوسو ملينو روپو انعام ويستى ؤ
بريدونو کې د وژل کيدو اوازې
په تيرو وختونو کې هم څو ، څو کرته دډرون بريدونو کې دهغه دوژل کيدو ادعاوې شوې وې.
له دې وړاندې دکال ٢٠١٠م په ١٤مه جنورۍ دډرون په يوه حمله کې د هغۀ د سخت ژوبليدو راپورونه خپارۀ شوي وؤ ، خو دټي ټي پي لخوا په ٢٠١٠م اؤ ٢٠١١م کې جاري شوؤ ويډيو ګانو کې ښودل شوي وؤ چې هغه ددغه بريد څخه ژوندى وتلى اؤ روغ رمټ ؤ.
پاکستاني استخباراتو په ١٢ جنوري کال ٢٠١٢م کې هم دهغه دوژل کيدو راپورونه ورکړي وؤ ، خو پاکستاني طالبانو دغه دعوه رد کړې وه.