د پولیسو او وسله والو تر منځه نښته کې وژل شوی د اتم ټولګي زده کونکی په بکاخېل کې خاورو ته سپارل شوی
د جمعې په ورځ په نورنګ روډ د پولیسو او وسله والو تر منځه د نښتو او ډزو په وخت وژل شوی د بکاخېل زده کونکی په خپل پلرني کلي کې خاورو ته سپارل شوی. د دغه تنکي هلک په وژنه د هغه کورنۍ ویرجنه او د کلي خلک ډېر خفه دي. نور تفصیل عدنان بیټنی وړاندی کوي.