په پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف لخوا په پلازمېنه اسلام اباد کې د اعلان کړل شوې جلسې نه یوازې څو ساعته مخکې د اسلام اباد انتظامیې دغه ګوند ته د جلسې لپاره ورکړل شوې این او سي یا اجازت نامه منسوخ کړې ده.
د تحریک انصاف ګوند مشران وایي د جلسې اجازه ورته اسلام اباد هایکورټ ورکړې ده اؤ نن د زیارت- پنجشنبې په مازیګر به په هر صورت په ټاکلي مقام ترنول چوک کې خپله جلسه کوي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د اسلام اباد چیف کمشنر د تحریک انصاف د جلسې د این او سي د کینسل کولو رسمي اعلامیه هم خپره کړې ده.
اعلامیه کې ویل شوي چیف کمشنر په مشرۍ د ضلعي استخباراتي کمیټې ترسره شوې غونډه کې تحریک انصاف ته د جلسې لپاره ورکړل شوې این او سي ارزول شوې اؤ د اسلام اباد د پولیسو مشر یا آي جي اسلام اباد کې د بیلابیلو دستورو د کېدو له امله د امنیت اندېښنې ښکاره کړې دي.
اعلامیه کې ویل شوي چې تحریک انصاف ګوند ته د جلسې د فیصلې نه ورکولو پرېکړه د ضلعي استخباراتي کمیټې د سپارښتنو په ترڅ کې شوې ده.
تحریک انصاف ګوند له وړاندې څخه اعلان کړی ؤ چې نن د اګست په ۲۲مه به پلازمینه اسلام اباد کې یوه ستره ولسي جلسه کوي اؤ ددغه جلسې لپاره یې ټولې تیارۍ هم سرته رسولې دي.
د اسلام اباد د انتظامیې لخوا د جلسې د اجازت نامې کینسل کولو نه وروسته د اسلام اباد پولیس د جلسې لپاره ټاکل شوي میدان ته ورغلي اؤ د تحریک انصاف مشران یې د انتظامیې د فیصلې څخه خبر کړي دي.
د عمران خان د قانوني چارو ویاند نعیم حیدر پنجوتا اؤ د تحریک انصاف ګوند وکیل شعیب شاهین پولیسو ته ویلي چې هغوي ته د جلسې اجازه اسلام اباد هایکورټ ورکړې ده اؤ انتظامیې اؤ پولیسو ته هایکورت امر کړی چې د جلسې امنیت لپاره باید ګامونه واخلي.
د تحریک انصاف مشرانو ویلي که پولیس دوي ته امنیت نه ورکوي نو هم به نن د ټاکلي پروګرام له مخې پي ټي آي د اسلام اباد په ترنول چوک پشاور موړ کې خپله جلسه کوي.
د پي ټي آي د اسلام باد صدر عامر مغل هم پخپل یو بیان کې اعلان کړی چې جلسه به نن ماذیکر څلور بجې په ټاکلي مقام کې کولی شي.
هغه ویلي هر څو که د اسلام اباد انتظامیې د جلسې این او سي کینسل کړې ده خو د جلسې لپاره د تحریک انصاف ټاکل شوې کمیټۍ پرېکړه کړې ده چې جلسه به په هر حال کې کوي.
نوموړي ویلي پرامنه سیاسي مبارزه د دوي اییني اؤ قانوني حق دی اؤ په یو قیمت به هم له خپل دې حقه تېر نه شي.
تحریک انصاف ګوند ویلي دا جلسه د خپل باني مشر عمران خان د خلاصیدو اؤ د "ناجایزه حکومت "اؤ سختې ګرانۍ په ضد کوي.
په اپریل کال ۲۰۲۲م کې اپوزیشن ګوندونو پارلیمان کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د عمران خان د حکومت تخته نسکوره کړې وه اؤ له هغې راپدیخوا د عمران خان په ضد پاکستان کې یو شمیر مقدمې درج کړل شوي اؤ تر دې وخته هغه د اډياله په زندان کې پروت دی.
د عمران خان ګوند وایي چې په وروستیو ټولټاکنو کې د دوي ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې خو د شهباز شریف په مشرۍ پرې د مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پيپلز پارټۍ ګډ حکومت په ناجایزه توګه مسلط کړل شوی دی.