"د ریاست پاکستان سره د خبرو د پاره دې د پښتنو لویه قامي جرگه جوړه شي"

د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښې وړانگه لوڼۍ وړانديز کړی دی چې ټول پښتانه گوندونه او تحریکونه دې یوه شريکه لویه جرگه جوړه کړي.

هغې د ډیوه سره په یوه مرکه کې وویل باید د پاکستان سره دخبرو او د پښتنو د شريکو مسلو په سر یوه لویه جرگه جوړه شي. د وړانگه په خیال د پښتنو سره ریاست بربریت کوي او بې د اتفاقه دوي ځانونه نه شي ژغورلې.

هغې وویل چې د ارمان لوڼي هم دا ارمان وو چې پښتانه ټول په خپلو کې یو شي.

د وړانگه ورور او د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ استاز ابراهيم ارمان لوڼی د تورنې وژنې پېښه په دوېمه فرورۍ د بلوچستان په لورالايي سيمه کې شوې وه.

د ارمان لوڼي خور وړانگه لوڼۍ او د پي ټي اېم فعالان تور لگوي چې ارمان د پوليسو په تشدد وژل شوی خو پوليس دغه تور ردوي او وايي هغه د زړه د دورې له امله ساه ورکړې وه.

وړانگه واي د ډاکټرانو وړومبي رپورټ کې ښودل شوي دي چې د ارمان په سر کې وينه تم شوې وه. د نورور تحقیقاتو لپاره د ارمان د وينې نمونې لیبارټرۍ ته لیږل شوي دي.

وړانگه وویل پولیسو تر اوسه د ارمان د وژنې مقدمه نه ده ليکلې او وس به دعدالت د لارې مقدمه ليکي، هغې وویل زمونږ ملگري څو ځله د لورالای پولیسو مرکز ته ورغلل خو پولیسو دننه پرې نه ښودل.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضيا لانگو واي د پوسټ مارټم رپوټ راتلو پورې د مقدمې فېصله نه شي کولی او ډاکټرانو ويلي ياد رپوټ به په يوه میاشت کې راځي.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ (اېچ ار ډبلیو) هم د پاکستان په حکومت د پښتون ژغورنې غورځنگ فعاله غړي ارمان لوڼي د وژنې بې پلوه پلټنو غږ کړی دی.

د فرورۍ په پیځلسمه د نړیوالې ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي د پاکستان ریاست دې د بېلا بېلو نسلونو او قامونو خلک پرځاې د خپلې کمزورۍ خپل طاقت جوړ کړي. بیان وايي حکومت دې د وړو قامونو او اقلیتونو غوښتنې او اندېښنې واوري او د دغې د حل لاره دې را اوباسي.

د ارمان لوڼی د وژنې ورستو د پاکستان، افغانستان او نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې په شوي احتجاجونو کې غوښتنې شوي دي چې بې پلوه پلټنې دې وشي.

یو شمېرشتمنو پښتنو د ارمان لوڼی د کورنۍ سره د کمک اعلانونه هم کړي دي، وړانگه واي دهغې کورنۍ د هغه ټولو خلقو مننه کوي چې په غم کې ورسره ولاړ دي.

هغې وویل چې د ارمان نه درې لوڼه پینځه کلنه مينه درې کلنه اویسته او د اووه میاشتو هیله پاتې شوې ده.

د ارمان مور پلار ژوندي دي د هغه درې نور وروڼه او شپږ خویندې دي چې دوه پکې واده شوي دي.

وړانگه وویل د ارمان میرمن، د هغې وروڼه او خویندې واي چې ارمان ملي شهيد دی او د هغه د پښتنو د حقونو گټلو ارمانونه باید وړاندې بوتلل شي.

وړانگه وویل چې د خپل ورور د لوڼو سره به ووسي او د خپل ورور د ارمانونو پوره کولو هڅې به روانې ساتي.

د وړانگې سره مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ