پښتانه او بلوڅ طالب علمان وايي په پنجاب يونيورسټۍ کې پرې تشدد کيږي

رپورټونه وايي د يوې مودې راهسې په پنجاب يونيورسټۍ کې د سخت دريځه مذهبي ډلې جميعت طلبه اسلام يا جې آيې ټي واکمني ده ددغې يونيورسټۍ د نورو سازمانونو طالبعلمان اکثر ددوي نه سر ټکوي

په لاهور کې د پنجاب یونیورسټۍ پښتانه او بلوچ طالب علمان وايي د یو مذهبې سیاسي گوند سره تړلې تنظیم سخت دریځه غړي دوی د هاسټلو نه وباسي، تشدد او زور زیاتې پرې کوي.

د بيکن هاوس يونيورسټۍ لاهور نه د بلوچ کونسل غړي ظهير بلوچ وي او ای ډيوه ته وویل د جميعت طلبا اسلام طالب علمان په پښتنو او بلوچانو تشدد کوي او پوليس پرې سترګې پټوي.

وي او ای ډيوه هڅه وکړه چې په دې اړه د لاهور د پوليسو نظر هم واخلي خو بريالي نشو.

د پنجاب يونيورسټۍ نه د پښتون کونسل غړي مزمل خان وي او ای ډيوه ته وویل د جميعت طالب علمانو څو ورځې وړاندې په سول لاین په اسلاميه کالج کې د پښتون اېس اېف هلکان وهلي وو او بيا يي په ۴۵م نمبر کمره کې بند کړي وو. دغه کوټه د تنظیم د ټارچر روم يا د تشدد د کوټې په توگه یادیږي.

مزمل خان زياتوي ددغې لانجې وروسته بيګا يووارې بيا د جميعت وسله والو او پوليسو په دوی تشدد کړی او د دوی ۸۰ ملګري يي په حوالات کې بند کړي.

د پښتنواو بلوڅانوګڼ شمير طالب علمان د دغې ګرفتاريو په ضد د لاهور په استنبول چوک کې په مظاهرو لاس پورې کړی او د حکومت نه د خپلو ملګرو د خوشي کولو او د سخت دريځه جميعت د طالب علمانو په ضد د قانوني ګام پورته کولو غوښتنې کوي.

د پنجاب يونيورسټۍ د جميعت ناظم جبران بټ يو شخصي ټيلي وژن سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې په پنجاب يونيورسټۍ کې د جميعت کليزې دستورې لپاره تياريانې روانې وې چې کوتکو په لاس پښتنو او بلوڅانو د دوی په هلکانو بريد وکړو.

جبران بټ وویل " پنجاب يونيورسټۍ ته د بوټانو پالشيان او د وږو او نينو خرڅونکي خلک ورځي او هلته امن خرابوي."

د جبران بټ اشاره هغه پښتنو ته وه چې په لاهور اود پاکستان په نورو لويو ښارونو کې دياړي مزدوري کوي او اکثره پکې د پالش او د وږو او نينو کارونه هم کوي.

پنجاب يونيورسټي د پاکستان په کچه په پينځم نمبر ښه يونيورسټي گڼل کیږي. په دې کې د ۳۳٠٠٠ زره نه زيات طالب علمان داخل دي چې د پاکستان نه علاوه د ځینې نورو هېوادونو زدکونکي هم پکې درسونه وايي.

رپورټونه وايي د يوې مودې راهسې په پنجاب يونيورسټۍ کې د سخت دريځه مذهبي ډلې جميعت طلبه اسلام يا جې آيې ټي واکمني ده ددغې يونيورسټۍ د نورو سازمانونو طالبعلمان اکثر ددوي نه سر ټکوي چې وخت په وخت پرې تشدد کوي د يونيورسټۍ امن يې خراب کړې او د يونيورسټۍ انتظاميه او هم پوليس د جميعت ملګرتياکوي.

جمیعت د جماعت اسلامي د طالب علمانو تنظیم دی.