د ماسکو له خوا خپرې شوې یوې حکمنامې له مخې د روس صدر ولادیمیر پوټین د شنبې- خالي په ورځ له شمالي کوریا سره د دغه هېواد د سټرېټیجیکو همکاریو په اړه د تړون یو قانون لاسلیک کړی چې پکې د یو بل دفاعي مرسته شامله ده.
دغه تړون د جون په میاشت کې د پوټین او د شمالي کوریا د مشر کیم جانګ اون تر منځ په پیانګ یانګ کې له سرمشریزې وروسته لاسلیک شوی وو چې پکې له دواړو خواوو غوښتل شوي د وسلوال برید په صورت کې به د یو بل مرستې ته ورځي.
د روس سېنټ دا تړون په روانه اوونۍ کې منظور کړی او تر هغه مخکې یې لاندیني اېوان تېره میاشت منظور کړی وو.
پوټین د پارلمان له منظورۍ وروسته په یوه حکمنامه کې د تړون پر دې قانون دستخط کړی چې د شنبې- خالي په ورځ پکې په یوه حکومتي ویبپاڼه کې د قانون جوړونې طریقه کار په ګوته شوی دی.
دا تړون د ماسکو او پیانګ یانګ ترمنځ نیزدې اړیکې هغه وروسته لا پیاوړې کوي چې روس د 2022م په فروري کې په اوکراین یرغل پیل کړ.
امریکا تېره میاشت ویلي وو، شمالي کوریا خپل 10,000 پوځیان د روزنې لپاره روس ته لېږلي او وایي امکان دی چې بیا دغه پوځیان په اوکراین کې د روسي پوځیانو تر څنګ وجنګېږي.
د جنوبي کوریا او لویدیځو هیوادونو رپوټونه وايي، شمالي کوریا روس ته وسلې ورکړې دي. د اوکراین د عدلیې او قانوني چارو کارپوهانو ویلي، دوی د روس د بریدونو په ځایونو کې د وسلو نخښې موندلې دي.
د اوکرایین صدر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، شمالي کوریا د روس په جنوبي کرسک سیمه کې د کیف له ځواکونو سره یو ځای د جنګېدو لپاره 11,000 پوځیان روس ته لېږلي او یو شمېر یې وژل شوي دي.
روس د شمالي کوریا د پوځیانو ورتګ، روزل کېدل او د اوکراین په جګړه کې جنګېدل نه دي تایید کړي.