د روس صدر ویلي که ملک ته یې خطره پېښه شوه د ایټمي وسلو له کارولو به ډډه ونه کړي

د روس صدر ولادیمیر پوټین ویلي که د روس ازادۍ اؤ ریاست ته ګواښونه راولاړ شي نو هغه به د ایټمي وسلې له کارولو ډډه ونه کړي.

د چهارشنبې - شورو په ورځ خپره شوې یوه مرکه کې صدر پوټن ویلي، هغه هیله لري چې امریکا به له داسې ګامونو پورته کولو ډډه وکړي چې له امله یې اېټمي شخړه سر راپورته کولی شي.

د پوټین دا بیان په ملک کې روانه اوونۍ د کېدونکو صدارتي ټاکنو نه مخکې مخې ته راغلی دی، تر انتخاباتو وړاندې هیلې ښودل کیږي چې هغه به د نورو شپږو کلونو لپاره هم د روس صدر غوره شي.

د روس ریاستي مېډیا سره مرکه کې ولادیمیر پوټین د امریکې د صدر جوبایډن په هکله ویلي چې هغه یو تجربه لرونکی سیاستوال دی اؤ پوهیږي چې د شخړې په سیوا کېدو څه نقصانات مخې ته راتلی شي.

د هغه وینا وه، نه ګڼي چې نړۍ د ایټمي شخړې په لوري روانه ده خو ويې ویل د روس پوځونه ایتمي جګړې ته په بشپړ ډول چمتو دي.

هغه وویل که چېرې د روس ریاست اؤ امنیت ته خطره راولاړه شوه نو د ایټمي وسلې له کارولو به ډډه ونه کړي.

د روس صدر د اوکراین له جګړې راهیسې د ایټمي وسلو د استعمال په اړه څو کرته مخکې هم بیانونه ورکړي دي، تېره میاشت یې لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړی ؤ چې د اوکراین جګړه کې د ککړتیا له امله د ایټمي شخړې امکانات سېوا شوي دي.

د مرکې په مهال چې کله له صدر پوټن اوکراین کې په محدوده کچه د ایټمي وسلو د استعمال په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل ،في الحال روس دې ته اړتیا نه لري.

هغه دعوه وکړه چې مسکو به اوکراین کې خپل اهداف ترلاسه کړي اؤ زیاته یې کړه د هر رقم تړون لپاره ضروري ده چې غربي هیوادونه ددې کوټلی ضمانت ورکړي.

تېره میاشت په اوکراین د روس د حملې دوه کلونه سرته رسېدلي ، د صدر پوټن په امر په 24مه فرورۍ کال 2022م کې روسي پوځیانو د اوکراین په شمال، ختیځ اؤ جنوب کې بریدونه پیل کړي وؤ.

په دې جګړه کې تر اوسه په زرګونو کسان وژل شوي اؤ په لکونو نور بې کوره شوي دي، یو شمیر کورونه هم دې جګړه کې د خاورو په ډیري بدل شوي دي.

( ددې رپورټ مواد د ایسوسي ایټيډ پریس څخه اخستل شوي)