"د خفیه ادارو غړو راته ویل په جي تهري ټوپک دې ولو" د پي ټي ایم د لورالاي څانگې د مخکښ اتمانخیل په هسپتال کې بیان

د ارمان لوڼي د قتل د پېښې گواه، مدعي او د پښتون ژغورنې غورځنگ د لور الايي سیمې مخکښ عبدالقیوم اتمانخیل تور لگولی دی چې د پاکستان خفیه ادارو ورته د مرگ دړکه کړې ده.

هغه وویل د پاکستان ریاستي ادارو ورباندې تشدد کړی دی او ورته یې گواښ کړی دی چې د ارمان لوڼي د قضیې نه لاس په سر شه گني ژوند به وبایلې.

د اتمانخیل تر مخه هغوي (د خفیه ادارو غړو) ورته وویل:

"که قلار نه شوې نو په جي تهري ټوپک به دې اوولو" .

Your browser doesn’t support HTML5

په جي تهري ټوپک دې ولو د پي ټي ایم د لورالاي څانگې د مخکښ اتمانخیل بیان

د اتمانخيل په رنگه دعوې په پاکستان کې د پښتونخوا صوبې، پخوانۍ فاټا، کراچۍ ښار او بلوچستان صوبې یو شمېر تنظيمونو هم کړي دي او وايي د پاکستان د پوځ خفيه ادارې په خلقو بې درکه کوله او تشدد کې ککړې دي.

اتمانخیل په کوټه سول هسپتال کې د خپلو پرهرونو د درملنې په حال کې وي او ډیوه ته وویل تېره ورځ په ساده جامو کې د خفیه ادارو غړیو ورباندې د کور خواته حمله وکړه، دی یې ژوبل کړو بیا یې چاوڼئ ته ورسولو او هلته یې ورباندې تر دوه وو گینټو تشدد وکړو.

هغه وویل چې چا پورته کړی وو هغوي ورسره په اردو ژبه کې خبرې کولې خو په خپلو کې یې پنجابي ژبه ویله.

د اتمانخیل تر مخه د خفیه ادارو غړیو ورته ویلي منظور پښتين د اسرایل او هندوستان ایجنټ دی، او تپوس یې ترې کړی چې دا چنده ورله د کومه راځي؟

په ورستیو کې د پاکستان د پوځ ویاند میجر جرنل اصف غفور هم په پي ټي ایم د هندوستان او افغاستان نه د چندو اخستلو تورونه لگولي وو.

اتمانخیل تور پورې کړو چې د خفیه ادارو غړیو ورته دا هم وویل چې کومې چارې یې په محسودو او وزيرو کړي دي دغه حال به د لورالايي د اولس سره هم وکړي.

د پاکستان پوځ په تېرو پېنځلسو کلنو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي دي په دغه سیمو کې زیاتره وزير او محسود اوسیږي. د پوځ دعوا ده دغلته یې تر هگرو ته ماتې ورکړې ده.

د اتمانخيل د تورونو ځواب سمدټکه د کومې ادارې لخوا نه دی ورکړی شوې. البته حکومتي وزيران تل دا وايي چې په هیواد کې عدالتونه اذاد دي او ادارې د خلقو سره زیاتې نه کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند په خپل یو ورستي بیان کې ويلي وو پوځ د بې درکه کسانو د کورنیو په درد کې شریک دی.

آصف غفور په خپل شخصي ټویټر اکاونټ په یوه ټویټ کې د جبري بې درکه کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړې وه او هغوی ته یې په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی. آصف غفور لیکلي:

"زموږ زړونه د هر ورک تن له کورنۍ سره درزېږي، موږ د دوی په درد ور شریک یو او په موندلو کې له دوی سره یو".

د پښتونخوا ملي عوامي گوند سینیټر عثمان کاکړ په هسپتال کې د اتمانخیل سره د لیدلو ورستو مطبوعاتو ته وویل چې په وحشت ، جبر او بربریت دويي د قومي خبرې نه نشي اړه ولی.

هغه وویل:

پښتانه که څوک مطمین کولی شي نو په حقونو ورکولو یې کولی شي په زور یې نه شي کولی. ښاغلي کاکړ دعوا وکړه چې پښتانه به تر هغې لگیا وي تر څو یې حقونه گټلي نه وي.

ابراهيم ارمان لوڼی چې د پي ټي اېم مخکښ مشر او استاز ؤ، د هغه د خور وړانگې لوڼۍ او پي ټي اېم د غړو په وېنا په دوېمه فرورۍ د پوليسو په تشدد وژل شوی ؤ. خو د لورالايي پوليس دغه تور رد کړی ؤ.