په کوټه کې بم چاودنې پېنځه کسان زخمیان کړي

د اپرېل په ۲۱ نېټه د کوټې د سرینه هوټل په پارکنګ کې چاودنه شوي وه

د کوټې ښار پر قمبراني سړک د بمي چاودنې په ترڅ کې د يوماشوم او د ايف سي ځواک د يوعسکر په ګډون پېنځه تنه ټپيان شوي دي.

د سول هسپتال کوټې د حادثاتو د څانګې مشر ډاکټر عبدلکريم اغا وي او ای ډيوه ته وويل چې څلور ټپيان يې روغتون ته ور وړل شويي و چې پکې د يو ماشوم حالت له خطر سره مخامخ دی.

د کوټې د پوليسو چاورواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته وويل چاودنه هغه وخت وشوه چې د ايف سي ځواک عسکر پر موټر سايکلونو له قمبراني سړک څخه تېرېدل. هغه زیاته کړه چاودېدونوکي توکي د سړک غاړې ته ايښودل شوي وو چې هدف يې هم د ايف سي ځواک سرتيري وو.

له پېښې وروسته پوليسو او نورو امنيتي او د څارګرو ادارو غړي د پېښې ځای ته ورسېدل ، د پېښې ځای يې په ولقه کې واخيستلو او پلټڼې يې پېل کړې دي۔

د بلوچستان اعلا وزير جام کمال او د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو پېښه وغندله او وايي چې يو چا ته اجازه نه ورکوي چې د صوبې امن دې خراب کړي۔

رسنيو ته په ليږل شوي بيان کې د داخله چارو وزير مير ضيا لانګو وويل چې ترهګر په منظمه توګه داسې پېښې کوي او موخه يې بلوچستان ايالت کمزوری کول دي، وزير داخله له امنيتي ادارو او پوليسو څخه د پېښې رپورټ طلب کړی۔

د ګل، دوشنبې، د ورځې چاودنې زمه واري د رپورټ د جوړيدو تر وخته چا نده منلې۔

د بلوچستان صوبې په سرحدي ښار چمن کې د روانې مياشتې پر يوشتمه نېټه د جميعت علما اسلام نظرياتي پر جلسه هم بمي بريد شوی و چې پکې اوه تنه وژل شوي او دويشت ټپيان شوي.