په خبریال اسدطور د حملې په ضد په کوټه کې صحافیانو احتجاج وکړو

سلمان اشرف وویل ”که په اسلام اباد کې خبريالان خوندي ندي نو له دې خبرې اندازه لګول اسانه ده چې د ملک په لېري پرتو سيمو بالاخصوص په بلوچستان ايالت کې به خبريالان څومره خوندي وي”؟ 

د بلوچستان د خبريالانو تنظیم بي یو جی په کوټه کې د مطبوعاتو کلب مخې ته په اسلام اباد کې په خبریال اسد طور د بريد او تششد پر ضد احتجاج وکړو‎ ۔

په احتجاج کې د پاکستان یونین آف جرنلسټس تنظیم پي ایف یو جی د مشر ترڅنګ د مدني ټولني فعالانو ھم ګډون درلود ۔

پر خبریال اسد طور دوې ورځې وړاندې په اسلام آباد کې د هغه په کور کې بريد شوی و۔

اسد طور پوليسو ته په خپل ویډیو بيان کې ويلي چې دی د اسلام اباد په اېف ـ 11 علاقه کې په خپل کور کې و چې درې کسان د هغۀ کور ته ورغلل، په هغه یې په توپنچه وارونه وکړل، ویې تړلو ویې وهلو.

د بلوچستان د خبريالان تنظيم بي يو جی مشر سلمان اشرف وايي په اسلام ابا دکې د خبريالانو پر ضد د تششد پېښو د ټول ملک خبريالان اندېښمن کړي دي،

سلمان اشرف وویل ”که په اسلام اباد کې خبريالان خوندي ندي نو له دې خبرې اندازه لګول اسانه ده چې د ملک په لېري پرتو سيمو بالاخصوص په بلوچستان ايالت کې به خبريالان څومره خوندي وي”؟

د پاکستان يونيين اف جرنلسټس مشر شهزاده ذولفقار وویل اوسني مرکزي حکومت هم د خبريالانو د تحٖفظ لپاره کوم ګامونه ندي اخيستي. د شهزاده ذولفقار په خبره حکومت خو د خبريالانو د تحفظ لپاره د بل مسوده د نړيوالو ادارو او د خبريالانو د تنظيم له زياتو غوښتنو پس جوړه کړه خو وايي چې پدې کې نيمګرټيا وې دي.

د پي اېف یو جې مشر د خبریالانو پر ضد د زیاتېدو نکو پېښو د پلټنو لپارہ د ازاد کميسيون د جوړولو غوښتنه وکړه۔

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د پاکستان د اردو ژبې ټي وي چينل " آج نيوز" ته په ځانګړې مرکه کې ويلي چې حکومت تېره اوونۍ د خبريالانو د تحفظ لپاره په قومي اسمبلۍ کې قانوني مسوده وړاندې کړې۔

فواد چودهري وویل د اسد طور د بريد د پېښې پلټنې کوي خو هغه دا هم ويلي “چې ځنيو ادارو ته له خبريالانو څخه د ځان خوندي ساتلو ضرورت دی، ځينې خبريالان پر ادارو الزامونه لګوي او په داسې کولو دوی يورپي ملکونو کي سياسي پناه اخيستل غواړي”۔

خو د خبريالانو تنظيمونه د فواد چوهدري دغه تورنه ردوي۔

ياده دې وي چې پر خبريال اسد طور باندې د کال 2020 د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ، رياست او رياستي ادارو پرضد د منفي پروپېګنډې په تور مقدمه هم درج شوې وه۔

پر اسد طور د بريد پر ضد د خبريالانو دتحفظ او حقوقو لپاره کار کونکې ملکې او غېر ملکي ادارو غږ پورته کړی.

اېمنسټي انټرنېشنل اندېښنه څرګنده کړې او له حکومتي چارواکو څخه يې د خبريالانو د تحفظ لپاره دې کوټلو ګامونه پورته کړي.

په پاکستان کې د فريډم نېټ ورک په نوم غېر دولتي اداره چې په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ د صورتحال څارنه کوي په خپل يوه تازه رپورټ کې ویلي چې په تير کال کې په ملک کې د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ځای اسلام اباد و۔