د پاکستان دبلوچستان صوبې سرښار کوئټې په کيلي شاه نواز سيمه کې د نامعلومو کسانو لخوا په يو گاډي ډزې شوي له امله يې د يو ايس ايچ او په شمول درې پوليس عسکر وژل شوي دي.
د پوليس چارواکو ترمخه نامعلومو وسله والو دنوي سرياب تاڼې ايس ايچ او منظور احمد په گاډي دروژه ماتې څخه وروستو په خودکاره وسلو سره ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې ايس ايچ او منظور احمد او دهغه ملگري ووژل شول.
دوژل شوي ايس ايچ او منظور احمد او دهغه ددوؤ ملگرو مړي وروستو سول هسپتال ته يوړل شول.
له دې وړاندې هم په منظور ترين بريد شوى ؤ چې پکې هغه ژوبل شوى ؤ.
په کيلي شاه نواز سيمه کې ددغه پيښې څخه وروستو پوليس ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې او دپيښې پلټنه يې پيل کړې ده.
په سرياب سيمه کې اکثره وخت دپوليسو او ايف سي په عسکرو بريدونه ترسره کيږي چې پکې تر دې مهاله گڼ شمير کسان وژل شوي دي.
کوئټه : په پوليسو بريد کې د ايس ايچ او په شمول درې پوليس وژل شوي
د پوليس چارواکو ترمخه نامعلومو وسله والو دنوي سرياب تاڼې ايس ايچ او منظور احمد په گاډي دروژه ماتې څخه وروستو په خودکاره وسلو سره ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې ايس ايچ او منظور احمد او دهغه ملگري ووژل شول