شاه محمود قريشي : ريمنډ ډيوس ته مکمله استثنا نۀ ده ترلاسه

شاه محمود قريشي : ريمنډ ډيوس ته مکمله استثنا نۀ ده ترلاسه

د پاکستان پخواني د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د ريمنډ ډيوس لخوا په لاهور کې ددوؤ پاکستاني وگړو دوژنې وروسته په 31مه جنورۍ په خارجه دفتر کې هغه ته په بريفنگ کې وويل شول چې ريمنډ ډيوس ته مکمله سفارتي استثنا نۀ ده ترلاسه .
د پاکستان په سفر تللي امريکائي سينيټر جان کيري په اسلام اباد کې شاه محمود قريشي سره ليدنه وکړه چې پکې دامريکائي وگړي ريمند ډيوس په معامله خبرې اترې وشوې.
ددغه ليدنې په مهال دامريکې سفير کيمرون منټر او دسفارت خانې نور غړي هم موجود وؤ.
پخوانی بهرنیو چارو وزیر مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل هغه ته د حال احوال تيرولو وړاندې خارجه دفتر بين الوزراتي غونډه هم کړې وه او دټولو گډ دريځ ؤ چې ډيوس ته مکمله سفارتي استثنا نۀ ده ترلاسه او دا چې هغه دخارجه وزارت نقطه نظر دپيپلز گوند په مشرتابۀ واضحه کړى ؤ او وزيراعظم د هغه ددريځ تائيد کړى ؤ.
قريشي وويل کۀ چرې عدالت يې وغواړي نو دغلته به ځي او رښتيا به وائي.
قريشي وويل دا دذات مسئله نۀ ده ،دهغه دريځ اصولي دى او قام به نۀ مايوسه کوي.
دپيپلز پارټۍ دځينو مشرانو لخوا د لگول شوؤ تورونوپه ځواب کې قريشي وويل دى داحتساب لپاره تيار دى.
قريشي وويل دوه تورونه پرې لگولى شي يو دا چې هغه دپاکستان دپخواني پوځي صدر پرويز مشرف سره خواخوږي لري او بل دا چې دى دويم فاروق لغاري جوړيږي.
قريشي وويل تل يې دمشرف دتگلارو مخالفت کړى.
هغه زياته کړه د ډيوس معامله د پوليسو په پلټنه او عدالت کې ده او هم عدالت به دغه معامله هواروي.
پخواني وزير وويل بايد خارجه وزارت دډيوس په معامله دريځ خپل کړي.
شاه محمود قريشي دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ دامريکې صدر براک اوباما په پاکستان ټينگار کړى ؤ چې نيول شوى امريکائي سفارت کار ريمنډ ډيوس دې په سمدستي توگه خوشې کړي ځکه چې هغه ته سفارتي استثنا ترلاسه ده او هيله ده پاکستان به بين المللي قوانينو ته درناوى لري.
همدغه شان دپاکستان په سفر تللي امريکائي سينيټر جان کيري هم تيره ورځ په ډاگه کړې وه چې ډيوس ته سفارتي اسثنا ترلاسه ده او دهغه په ضد به په امريکا کې کارروائي کيږي.