شاه محمود قرېشي: نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د اړي ګړي مخه ونیسي

پاکستان ته تلونکو افغان سياسي مشرانو کې د ولسي جرګې مشر رحمان رحماني، استاد محقق، خالد نور، يونس قانوني، احمد ولي مسعود او استاد محمد کريم خليلي شامل وو

پاکستان ته ورغلې د افغان سياستمدارانو پلاوي سره د ملاقات وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي وويل نړيوالى ورورولۍ ته پکار دي چې د افغانستان د حالاتو نه خان لا تعلقه نکړي، په افغانستان کې د اړي ګړي مخه ونيسي او د افغان اولس تحفظ یقیني کړي.

شاه محمود قرېشي وویل افغان پلاوي ته چې پکې زیاتره غېر پښتانه سیاسي مشران وو ورته یې د پاکستان دریځ وړاندې کړی او د پاکستان نه یې د دوی طمعې اورېدلي دي.

شاه محمود قريشي د افغانستان په اړه د وزير اعظم عمران خان په مشرى کيدونکي قامي سلامتيا کميټي غونډى نه وړاندى د افغان پلاوى سره خبرى ډيرى مهمى او په وخت ووبلې

افغانستان دپاره د پاکستان استازي محمد صادق پاکستان ته د دافغان پلاوي د سفر تصدیق کړی و. افغان پلاوي د پاکستان سفر په داسې وخت کې کړی چې تيره ورځ صدر اشرف غني افغانستان نه و وتلو.

پاکستان ته تلونکو افغان سياسي مشرانو کې د ولسي جرګې مشر رحمان رحماني، استاد محقق، خالد نور، يونس قانوني، احمد ولي مسعود او استاد محمد کريم خليلي شامل وو.

پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر په اړه د نړیوالو چارو څېړونکی ډاکټر اعجاز خټک وايي پاکستان دا تاثر ورکوول غواړي چى ګني

د طالبان نه علاوه افغانستان کى د نورو ډلو اعتبار هم لري

اعجاز خټک زياته کړه چې دا نه شي ويلى چې پاکستان ته راغلي افغان سياستمدران د افغانستان په موجوده غيرېقپني حالاتو کى څه کردار لوبولی شي؟

ميډيا سره خبرو کي شاه محمود قريشي وويل د پاکستان حکومت کابل کى د ډينمارک د سفارتي عملى په ګډون ٣٨٠ تنان اسلام اباد ته منتقل کړي دي او زر به ملک ته ولېږل شي.