نواز شریف: "جنرل باجوه! د ايئن او قانون ماتولو حساب به ورکوې”

د حکومت د مخالفو ګوندونو د اتحاد پاکستان جمهوري‌ تحریک په جلسه کې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د پاکستان د پوځ په مشر جنرل قمر باجوه او د استخباراتي ادارې اي ايس اي په مشر جنرل فیض د عمران خان د حکومت په جوړولو کې د مرستې، د هیواد د قانون د پښو لاندې کولو، په ججانو د فشار اچولو، د مخالفو ګوندونو په مشرانو د دروغو د مقدمو جوړولو او په هیواد کې د ګرانۍ او بې ارامۍ جوړولو تورونه پورې کړي دي.

نواز شریف وویل “جنرل باجوه ته به د 2018 په انتخاباتو کې د درغلیو، په پارلېمان کې د سیاسي سوداګرۍ کولو، او د اولس د خوښې په ضد د عمران خان نیازي د وزیراعظم جوړولو جواب ورکوی”

د پاکستاني پخواني وزیراعظم نواز شریف په کوټه کې جلسې ته وویل جنرل قمر باجوه او جنرل فیض به په انتخاباتو کې د درغلیو او د پاکستان د وسنۍ بدې وضعې حساب ورکوي.

د لندن نه د ویډیو لینک د لارې نوازشریف په خپل تقریر کې د پوځ او اي ایس اي په مشرانو سختې نیوکې وکړې. نواز شریف وویل ځیني کردارونو دده د حکومت په ضد احتجاجونو ته خلق پارول:

“وس به ددې سوالونو جنرل قمر باجوه او جنرل فیض ځواب ورکوي”

د نواز شریف په خیال جنرل فیض په ججانو فشار جوړ کړی ؤ چې تر څو انتخابات او نه شي نوازشریف دې په جیل کې وساتي.

نواز شریف د جنرل فیض نه تپوس وکړو؛ تا خو د ايئن د سر لوړۍ څوګند اخستی ؤ، نواز شریف وویل:

“جواب درنه غواړم”

نواز شریف وویل جنرل فیض د تیرو څو کلنو راهسې په سیاست کې لاس وهنه کوي.

نوازشریف وویل دوي د انتخاباتو نه وړاندې په زوره خلق په تحریک انصاف کې شامل کړل او په انتخاباتو کې یې بې کچه درغلي وکړه او یو نا اهله تن یې وزیراعظم جوړ کړلو.

هغه وویل تر څو چې دا حکمرانان وي د هیواد حالات سمېدلی نه شي، هغه وویل په کراچۍ کې د جلسې نه حکومت ویرېدلې دی.

هغه وویل ځیني خلک د خپلو مقصدونو پوره کولو د پاره غیر قانوني کارونه کوي او نوم د پوځ کاروي. د نوازشریف په خیال د پوځ ددې کارونو سره هیڅ تعلق نشته دی خو بدنامېږي پوځ.

هغه وویل د کارګل د جګړې فیصله پوځ نه وه کړې بلکې یو څو جرنیلانو کړې وه.

مولانا فضل الرحمان

د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان ګواښ وکړو چې د اتلسم ایئني ترمیم او این ایف سي ایوارډ کې د بدلون خوب لیدونکي به کله هم بریالي نه شي.

هغه وویل د عمران خان حکومت د پاکستان ترقي په ټپه ودرولې ده. هغه وویل که دا هیواد هم ددې حکمرانانو په لاس کې پاتې شو نو دا ترقي به صفر شي.

هغه وویل د هیواد بقا په مظبوط پوځ کې نه بلکې په مظبوط معیشیت کې ده. هغه تور پورې کړو چې د کمزوري معیشیت نه پرته د هیواد د باندینو چارو تګ لاره هم ناقصه ده.

بلاول بټو زرداري

جلسې ته د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د خپل ویډیو پیغام د لارې وویل چې ځیني خلک د پي ډي ایم د ماتولو خوبونه ویني، د هغه په خیال دا ممکن نه ده.

بلاول بټو وویل د چین پاکستان اکنامک کوریډور منصوبه د بلوچستان، فاټا او وړو صوبو د تقدیر بدلولو منصوبه وه خو د ګوادر او ګلګت بلتستان اولس ګڼي ددې ځای خلکو ته ددې منصوبه هیڅ ګټه نه رسي. هغه ویل تر څو ددې سېمې د خلکو خبره وا نه وریدل شي دا منصوبه هیڅ ګټه نه لري.

هغه د بې درکو خلکو په موضوع وویل چې د خلکو په زوره د بې درکو لړۍ بندیدل پکار دي.

محمود خان اڅکزی​

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي جلسې ته وویل چې د مظلوم او ظالم تر منځه په جګړه کې به د مظلوم سره ودرېږي، هغه وویل:

“دوي د رښتیاؤ او حقې لارې پلویان دي”

ښاغلي اڅکزي وویل دوي په پاکستان کې د عزت او د برابرۍ د ژوند ارزومند دي، د هغه په خیال د محکومیت ژوند ته غاړه نه شي اېښودلې.

مریم نواز شریف

د مسلم لیګ ګوند د نورو مشرانو تر څنګ مریم نواز شریف جلسې ته وویل په بلوچستان کې خلک د کورونو نه په زوره بې درکه کېږي. هغې وویل دغلته ورته خلکو د خپلو بې درکو وروڼو عکسونه وښودل. د هغې په خیال په بلوچستان صوبه کې د وسایلو باوجود اولس د بې وزلۍ ژوند تېروي.

هغې نن په جلسه کې د بلوڅ کلتور جامې اغوستې وې. د هغې په خیال څومره مینه چې د پنجاب د کلتور سره کوي هم دومره د بلوڅ کلتور سره لري.

میا افتخار حسېن

جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند مشرانو امیر حېدر خان هوتي او میا افتخار حسېن هم وېناګانې وکړې.

د عوامي نېشنل ګوند ستر سیکتر میا افتخار حسېن وویل په پاکستان کې د احتساب په نوم د مخالفو ګوندونو د زورولو لړۍ روانه ده، هغه وویل د احستاب کولو وسنی نظام دې ختم شي. هغه په اولس غږ وکړو د وسني ظالم حکومت په ضد دې ودرېږي:

“تر هغې به جنګېږو تر څو مو دا موجوده حکومت ختم کړی نه وي”

د پاکستان ډیموکریټک موومنټ په نوم دحکومت مخالفو 11 ګوندونو په دې وروستیو کې دحکومت په ضد احتجاجي تحریک پیل کړی اؤ دپنجاب په ګجرانواله اؤ دسندهـ په کراچۍ ښارونو کې یې دوه لویې جلسې کړي دي.

محسن داوړ

جلسې ته د پي ټي ایم مخکښ او د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم وربلل شوې ؤ خو هغه د بلوچستان حکومت د کوټه هواي ډګر نه بیرته ستون کړلو.

محسن داوړ وي او ای ډیوه ته وویل دې د نورو مشرانو تر څنګ کوټه هواي ډګر ته ورسېدلو خو هلته ورته چارواکو وویل چې دی بهر نه شي تللې.

محسن داوړ وویل د هغه د سفر نه دوي ته دا مسله جوړېدله چې دی به د بلوڅانو او پښتنو تر منځه د یو والي سبب وګرځي.

هغه وویل که څه هم دی هلته پرې نه ښودل شو خو اواز یې څوک خاموشه کولی نه شي.​

حکومت اؤ پوځ

دعمران خان حکومت اؤ پوځ تل د اپوزیشن ګوندونو داسې رقم تورونه رد کړي اؤ وایي پوځ په سیاست کې لاسوهنه نه کوي.

د وزیراعظم عمران خان د حکومت چارواکي وايي د حزب اختلاف سیاسي ګوندونه د خپل کرپشن پټوولو په خاطر د حکومت خلاف یوځای شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، پي دي اېم یو منفي اتحاد دی، ولې چې د دوی نه اېجنډه یوه ده او نه منشور، او نه یې مشر یو دی. قریشي زیاته کړه چې خلک دې د دې "سازش" نه ځان بچ کړي.

بل اړخ ته د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، "د نواز شریف ټوله سیاست په منافقت ولاړ دی او نن هم منافقت کوي. ددوی وینا ګانې له جمهوریت سره څه تعلق نلري"

د پاکستان پوځ د نواز شريف تورونو ته ځواب نه وايې خو په ورستیو کې جرنل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د منتخب حکومت خبره منل د پوځ دستوري ذمه واري ده. پوځي قيادت په مخالفه ګوندونو غږ کوي د حکومت سره سياسي شخړو کې دې پوځ نه راښکي.

د پاکستان جمهوري‌ تحریک جلسې ته دپي ډي‌ ایم افتاب شیرپاؤ ، سردار اختر مینګل،پخواني وزیراعظمان یوسف رضا ګیلاني ،راجه پرویز اشرف اؤ نور او نورو مشرانو هم ویناوې وکړې.