جنرال راحيل شريف د جان کېري سره ليدلي دي

جان کېري د ترهگرۍ په مخ نيوي کې د پاکستان د کردار او قربانو اعتراف کړی ، او د پاکستان د پوځ د کارکردگۍ ستائينه يي کړی ده .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په واشنگټن کې د امريکې خارجه وزير جان کېري سره ليدلي ، او دواړه په سيمه کې د امنيت په اړه غږېدلي دي .

د پوځ وياند مېجر جنرال عاصم باجوه ترمخه د امريکې خارجه وزير جان کېري د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې غوره والی ښه گام بللی ، او وئيلي يي دي دا د سيمې د استحکام دپاره يو مهم قدم دی .

نوموړي په دغې لړ کې پاکستان سره د امريکې د پوره مرستې باور هم ورکړی دی .

جان کېري د ترهگرۍ په مخ نيوي کې د پاکستان د کردار او قربانو اعتراف کړی ، او د پاکستان د پوځ د کارکردگۍ ستائينه يي کړی ده .

جنرال راحيل شريف د امريکې د خپلې لمړۍ سرکاري دورې په مهال د امريکايي پوځ د اعلي چارواکو او قانون سازانو سره هم ليدلي دي ، او دوه اړخيزه عسکري اړيکو ته په وده ورکولو يي ورسره هم خبرې اترې شوي دي .

د پاکستان د پوځ مشر په خپله دوره کې امريکايي چارواکو سره په ليدو کې د تندلارو په ضد روان عمليات هم د بحث لاندې راغلي دي .

د امريکې د سينيټ د بهرنو امورو کميټۍ او نورو اړونده کميټيو سره په ليدو کې امريکايي قانون سازو د پاکستان د پوځ لخوا د تندلارو په ضد د کاميابو عملياتو ستائينه هم کړې ده .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د امريکې دوره په داسې مهال کړې ده ، چې د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد عمليات کوي ، او د جون د مياشتې راهسې روانو عملياتو کې پوځ ادعا کوي چې د ۱۲۰۰ پورې ملکي او بهر ملکي جنگيالي وژل شوي دي .

د پوځ مشر ژمنه کړې ، چې د ملک نه د ترهگرۍ د خاتمې پورې به پوځي عمليات دوامداره ساتلی شي .

راپورونه وايي د جنرال راحيل شريف د امريکې اووه ورځنۍ دوره د اتوار په ورځ سر ته رسېدلې ، خو نوموړي د خپلو شخصي امورو له کبله دوره غځولې ده .