پښتونخوا کې نن د بارانونو بله لړۍ پیلیږي، کارپوهان وایي د غنمو فصلونه به سخت زیانمن شي

Your browser doesn’t support HTML5

د موسمياتو محکمې د نن شپې نه پښتونخوا کې د بارانونو د تازه لړۍ شورو کېدو اټکل کړی چې له دې وروسته حکومت پر اړوندو چارواکو د بيداره اوسېدو غږ کړی. زرعي کارپوهان وایي پښتونخوا کې روان طوفاني بارانونه او ځول د غنمو او نورو مېوه دارو فصلونو دپاره زیانمن ثابتېدای شي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې: