پنډۍ : د امریکائي سندرغاړو ډله د نیولو وروسته بیا خوشې کړل شوې

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت لخوا خپور کړل شوي یو بیانیه کې ویل شوي دي چې په یو هنرمند باندې الزام ؤ چې د پاکستان پنډی ښار کې د پوځی چهاوڼې د مهمو پټ ځائیونو عکسونه یې اخستل

د رپورټونو ترمخه د پاکستان امنیتي چارواکو د شورو په ورځ د امریکائي سندرغاړو او هنرمندانو یوه ډله د لږ وخت لپاره د نیولو وروسته خوشې کړې ده.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت لخوا خپور کړل شوي یو بیانیه کې ویل شوي دي چې په یو هنرمند باندې الزام ؤ چې د پاکستان پنډی ښار کې د پوځی چهاوڼې د مهمو پټ ځائیونو عکسونه یې اخستل.
بیانیه کې ویل شوي دي چې دغه هنرمند ته پته نه وه چې په دغه ځاې کې عکس اخستلو باندې بندیز دی.
د امریکا د شکاگو د سندرغاړو دغه ډله دا وخت د امریکې د سفارت خانې په بلنه پاکستان کې موجوده ده.
او د نهې په ورځ یې د ثقافتي پروگرامونو د ورکړی راکړی د یوې برخې په توگه پېنډی کې د خپل فن مظاهره اوکړه.
د پاکستان پوځي چارواکو تراوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.