غبرګونونه: د نړۍ اکثر هېوادونه او ادارې په شام کې سیاسي حل او د جګړې مخنیوی غواړي

د شام خلک د بشارالاسد د حکومت د سقوط خوشالي لمانځي.

د نړۍ د مختلفو هېوادونو او نړیوالو ادارو مشرانو د بشارالاسد د حکومت ختمېدو ته په غبرګون کې په شام کې د امن او ارامۍ په راتګ،‌ د اقلیتونو په خوندیتوب او د ګډوډیو د مخنیوي لپاره په سوله‌ ییزه توګه د واک پر منتقلۍ ټینګار کړی دی.

په شام کې د هیئت تحریر الشام ډلې باغي وسلوالو د یکشنبې- اتوار په سهار د سرښار دمشق له نیولو څو ګنټې وروسته اعلان وکړ چې بشارالاسد یې له واکه لرې کړی او د هغه 24 کلن آمرانه حکومت یې ختم کړی دی.

د رپوټونو له مخې بشارالاسد د اتوار- یکشنبې په سهار وختي په هیلیکاپټر کې له دمشقه نامعلوم ځای ته تښتېدلی وو خو وروسته د روس سرکاري مېډیا د کرملېن د یوې سرچینې په حواله وویل، د شام تښتېدلی صدر ماسکو ته رسېدلی او هلته ورته پناه ورکړل شوې ده.

ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د یکشنبې- اتوار په ورځ په شام کې د بشارالاسد د حکومت له ناڅاپي سقوط وروسته په دې هېواد کې د آرامۍ او د تشدد د مخنیوي غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګوتریش په یوه بیان کې ویلي، له څورلس کلنې وحشیانه جګړې او د آمرانه حکومت له نړېدو وروسته نن د شام خلک کولای شي د یوه آرام او سوله ییز راتلونکي د جوړولو له تاریخي موقعې ګټه واخلي:

"د شام راتلونکی ټاکل د شام د خلکو مسئله ده او زما ځانګړی استازی به په دې برخه کې له دوی سره کار کوي".

ملګرو ملتونو په شام کې د اسد د حکومت ړنګېدل یوه تاریخي شېبه او د تیارې دورې پای بللی دی.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیرو پیډرسن په یوه بیان کې له ټولو هغو کسانو سره د یووالي اعلان کړی چې په شام کې د 13 کلنې کورنۍ جګړې په وخت وژل شوي، کورونه یې تباه شوي او بندیان دي.

پیډرسن ویلي اوس وخت را رسېدلی چې بې ځایه شوي کډوال بیرته خپلو سیمو او کورونو ته ستانه شي او هغه کسان بیرته خوشي کړل شي چې له کوم جرم پرته بندیان شوي وو:

"نن ورځ موږ د ټولو شامیانو لپاره د امن، پخلاینې، وقار او ګډون د یوه نوي پړاو د پرانیستلو په تمه یو".

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي په شام کې دې د انصاف، ازادۍ او هوساینې لپاره د شام له خلکو سره مرستې وکړي چې د شام د هر جنګ ځپلي وګړي لپاره "د هیلو او فرصتونو نوی باب" پرانیستل شي.

یورپي اتحاد

د یورپي کمیشن مشرې اورسلا وون ډیرلېن د بشارالاسد د حکومت ختمېدو ته په خپل غبرګون کې ویلي، د بشارالاسد "ظالمانه آمریت" ړنګ شوی دی. وایي په سیمه کې دا تاریخي بدلون موقعې وړاندې کوي خو له خطرونو خالي نه دي:

"یورپ چمتو دی چې د ملي یووالي د ساتنې او د شام د یوه داسې ریاست د بیا جوړولو ملاتړ وکړي چې د ټولو اقلیتونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي".

د یورپي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاجا کالس د بشارالاسد د آمرانه حکومت پای ته رسېدل یو مثبت او اوږدمهاله پرمختګ بللی او وایي دا د اسد د ملاتړو، روس او ایران کمزورتیا هم په ډاګه کوي:

"زموږ لومړیتوب په سیمه کې د امنیت پر ځای کول دی. زه به په شام او سیمه کې له ټولو رغوونکو شریکانو سره کار وکړم".

د یورپي پارلمان مشره روبرټا میټسولا وايي، "ډیکټېټر سقوط وکړ". هغه وایي دا څرګنده ده چې په شام کې د بشارالاسد 24 کلنه ظالمانه واکمني پای ته رسیدلې ده:

"دا د سیمې او د شام د ملیونونو خلکو لپاره یوه نازکه دوره ده چې د آزاد، ارام او خوندي راتلونکي غوښتونکي دي او په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې چې څه پیښیږي دا مهمه ده".

منتخب صدر ډانالډ ټرمپ

د امریکې منتخب صدر ډانالډ ټرمپ ویلي، بشارالاسد له خپل هېواده تښتېدلی دی او د ولادیمیر پوټین په مشرۍ روس نور د هغه د ساتنې لېوالتیا نه لري.

ټرمپ پر خپله سوشل مېډیا «ټروت سوشل» باندې لیکلي چې "روس له اوکراین سره د جنګ او خراب اقتصاد له کبله او ایران په جګړه کې د اسرایل د بریالیتوب له کبله اوس په کمزوري حالت کې دي".

ټرمپ د شنبې- خالي په ورځ چې باغیان دمش ته نیزدې شوي وو، ویلي وو چې امریکا باید په دې شخړه کې لاسوهنه ونه کړي. ټرمپ پر خپل ایکس ویلي وو، شام یو ګډوډی دی او د امریکې ملګری نه دی او امریکا باید له دې جګړې سره هیڅ کار ونه لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان هم د شنبې- خالي په ورځ ویلي وو، په شام کې د داعش د بیا را څرګندېدو مخنیوي د امریکې په لومړیتوب کې دی او په دې اړه یې د شام له ډیموکرېټیک ځواک او کردانو سره یو لړ ګډ اقدامات ترسره کړي دي.

اسرایل

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، د بشار الاسد د حکومت سقوط یوه تاریخي ورځ ده او د اسرایل له خوا د حزب الله او ایران خلاف د مخامخ جګړو نتیجه ده.

نتنیاهو وایي، "موږ به هیڅ دښمن ځواک ته اجازه ور نه کړو چې زموږ له پوله سره ځای پر ځای شي".

روس

د روس د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د شام صدر بشارالاسد په سوله‌ ییزه توګه د واک د منتقلۍ په اړه د فرمان له جاري کولو وروسته له خپلې څوکۍ ګوښه شوی او له هېواده وتلی دی.

دغه وزارت د بشارالاسد د ځای په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې روس له شام څخه د هغه د وتلو په مذاکراتو کې ګډون نه دی کړی. ماسکو ویلي، په شام کې له ټولو مخالفو ډلو سره په تماس کې دي او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې له تشدده ډډه وکړي.

په بیان کې راغلي چې "په شام کې د روس پوځي‌ اډې په چمتو حالت کې دي او تر اوسه له هېڅ ډول خطر سره مخامخ نه دي.

چین

چین د بشارالاسد د حکومت ختمېدو ته په غبرګون کې ویلي، په شام کې وروستي بدلونونه له نیزدې څاري او هیله یې ښودلې چې زر دغه هېواد بېرته خپل عادي ارام حالت ته را وګرځي.

چین په شام کې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د خلکو او چینايي ادارو د امنیت د خوندیتوب لپاره د عملي اقداماتو ډاډ ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، حکومت یې له یو شمېر هغو شامي وګړو سره مرسته کړې ده چې غوښتل یې له خپل هېواده ووځي.

فرانس

فرانس هم د بشارالاسد د حکومت نسکورېدو هرکلی کړی دی او د شام له وګړو یې غوښتي چې د هر ډول توندروۍ خلاف ودرېږي.

د فرانس صدر ایمانویل مېکرون وویل، "د اسد وحشي حکومت ړنګ شو،‌ زه د شام خلکو ته او د هغوی زړورتیا او زغم ته درناوی وړاندې کوم".

د فرانس د بهرنیو چارو وزارت په شام کې د سیاسي واک پر سوله‌ ییزې منتقلۍ او د شام د مخالفو ډلو ترمنځ پر سولې او یووالي باندې ټينګار کړی دی.

جرمني

جرمني په شام کې د اقلیتونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک وویل، "دا هېواد باید په هېڅ ډول د توندروه ډلو په کنټرول کې نه وي".

هغې په شام کې د کردانو،‌ علویانو او مسیحیانو په ګډون د ټولو مذهبي او نسلي اقلیتونو پر بشپړ خوندیتوب او سیاسي ګډون باندې ټینکار وکړ.

ایران

د بشارالاسد د حکومت یو مهم متحد هېواد ایران هم په شام کې د روان کړکېچ د حل لپاره پر سیاسي مذاکراتو ټینګار کړی دی.

د ایران د سرکاري ټیلیویژن د رپوټ له مخې په دمشق کې د ایران پر سفارت باندې د "ناپېژانده وسلوالو" تر برید مخکې ایراني سفارتکاران له سفارته وتلي وو.

له دمشق څخه د ایراني سفارتکارانو له وتلو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شام د حکومت او مخالفو وسلوالو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو غوښتنه وکړه.

ترکیه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، په شام کې له دریارلس کلن کورني جنګ وروسته د بشارالاسد حکومت نسکور شو.

هغه زیاته کړه چې اوس په شام کې واکمني د بدلېدو په حال کې ده او د بشارالاسد د اوسېدو د ځای په اړه یې وویل چې کېدای شي هغه له شامه بهر وتلی وي.

عراق

د عراق د حکومت ویاند باسم العوادي وویل، عراق په شام کې روان پرمختګونه له نیزدې څاري او ټینګار یې وکړ چې د شام په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کېږي او نه دې د یوه ګوند په ګټه د بل ګوند ملاتړ کېږي.

اردن

د اردن پاچا عبدالله وویل، اردن د شام د خلکو انتخاب ته درناوی لري. هغه په شام کې د داسې هر ډول شخړو د مخنیوي غوښتنه وکړه چې د ګډوډۍ سبب کېږي او د خپل هیواد د شمالي ګاونډي د امنیت د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

قطر

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2015 قرارداد له مخې په شام کې د کړکیچ ختمولو ږغ کړی او وایي د ډزبندۍ او سیاسي واک د منتقلۍ لپاره دې ګامونه واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي په شام کې پرمختګونه په لېوالتیا سره څاري او د ریاست د یووالي د ساتلو غوښتنه یې وکړه.

سعودي عرب

یوه سعودي چارواکي رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، سعودي عرب د شام په اړه له ټولو سیمه ییزو لوبغاړو سره په تماس کې دی او نیت لري چې د دې هېواد د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره هر څه وکړي.

دغه چارواکي وویل، "موږ په سیمه کې له ټولو فعالینو سره په رابطه کې یو. موږ له ترکیې او ټولو ښکېلو اړخونو سره په دوامداره توګه په تماس کې یو".

مصر

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مصر د شام پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ریاستي او ملي ادارو صلاحیتونه پر ځای وساتي. د بهرنیو چارو وزارت د شام د خلکو او د دغه هېواد د ملي خودمختارۍ او یووالي ملاتړ اعلان کړی دی.

برتانیا

برتانیا په شام کې د ارامۍ لپاره پر سیاسي حل لاره تینګار کړی دی. د برتانیې د وزیراعظم مرستیالې اینجلا راینز سکای نیوز ته وویل، که څه هم اسد د شام د خلکو لپاره مناسب مشر نه وو خو وایي برتانیا په سیمه کې استحکام او ارامۍ ته اړتیا لري:

"ترهګرۍ او آمریت د شام له مخکې په ستونځو کې ګېر خلکو لپاره لا زیاتې ستونځې پیدا کړې او له همدې امله موږ باید یوه سیاسي حل لاره ولرو چې په هغه کې حکومت د شام د خلکو په خوښه عمل وکړي".

پاکستان

د پاکستان حکومت د بشارالاسد د حکومت ختمېدو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو د بهرنیو چارو وزارت یې په خپل یو لنډ بیان کې تش دومره ویلي چې په شام کې د بدلون حالت له نیزدې څاري.

وزارت وایي "پاکستان تل د شام د یووالي، خودمختارۍ او مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ کړی او زموږ په اصولي دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی".