د امریکې د فیډرل حکومت د مذهبي ازادیو خپلواکې ادارې په خپل رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د سخت دریځه طالبانو د واکمنۍ پر مهال په مذهبي ازادیو کې "پرله پسې او ښکاره" کموالی راغلی دی. طالبانو لا دې رپوټ ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.
په رپوټ کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته اکثره مذهبي اقلیتونه له افغانستانه وتلي دي او د عیسایانو، احمدیانو، هندوانو او سیکانو لږ خلک پاته دي. وایي د اټکل له مخې په 2021م کال کې 50 هندوان په افغانستان کې پاته وو، په 2023 کال کې اته سیکان او تر 10,000 لږ عیسایان پاته دي. طالبانو مخکې ویلي وو په هېواد کې یې عیسایان نه شته.
د امریکې د مذهبي ازادۍ نړیوال کمیشن یا یو ایس سي ای آر ایف د چارشنبې- شورو په ورځ په خپل نوي رپوټ کې تور لګولی چې د طالبانو چارواکو "پر هر هغه عمل یا چلند فشار ته دوام ورکړی او ځپلی یې دی چې د دوی له سختې اسلامي تشریح سره برابر نه وي".
طالبان چې د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي د اسلام د ډېرې سختې تشریح په بنیاد یې قوانین عملي کړی، چې له کبله یې د خلکو شخصي ازادۍ په پراخه توګه محدودې شوې او ښځې د ولسي ژوند په ډېرو برخو کې له ګډونه منع کړی شوې دي.
یو ایس سي ای آر ایف په خپل رپوټ کې ویلي سخت دریځو طالبانو د افغانستان دیني عالمان غلي کړي، د مذهبي لږکیو د مذهبي مراسمو مخه یې نیولې او د افغانو ښځو او نجونو د ازادانه تګ راتګ او زدکړو محدودولو ته یې دوام ورکړی دی.
د امریکې د مذهبي ازادیو نړیوال کمیشن وایي د طالبانو په واکمنۍ کې له شریعت [اسلامي قانون] څخه د سرغړونې په تور بدني او د مرګ سزاګانې بیا پیل شوې دي:
"په سزاګانو کې ښکاره زندۍ، په دُرو او لښتو وهل، سنګسارول، وهل ټکول او د خلکو په وړاندې سپکاوی لکه په جبري توګه د سر خرېیل شامل دي".
د طالبانو حکومت سمدستي د امریکې د مذهبي ازادیو د نړیوال کمیشن د تازه رپوټ په اړه څه تبصره نه ده کړې او نه یې د وي او اې پوښتنو ته څه جواب ویلی دی ځکه چې دوی په افغانستان کې د وي او اې پر نشریاتو بندیز لګولی او له خبرو یې ورسره بایکاټ کړی دی.
رپوټ زیاتوي د 2023م کال په ستمبر کې د طالبانو چارواکو په ټولو 34 ولایتونو کې د دیني علماوو شوراګانې جوړې کړې خو وایي په دغو شوراګانو کې هیڅ یو شیعه یا ښځه نه ده شامله کړی شوې.
د امریکې د مذهبي ازادیو ادارې دا رپوټ په داسې ورځ خپور کړی چې د طالبانو سپریم کورټ اعلان کړی په کابل کې یې یو سړی او یوه ښځه د "ناجایزه اړیکو" په تور د خلکو په وړاندې په دُرو وهلي دي.
سپریم کورټ په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی خو ویلي یې دي چې په سزا رسېدلې ښځه 32 دُرې وهل شوې او سړی 39 دُرې وهل شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو په ګډون شاوخوا 600 کسان په ولسي ځایونو کې په دُرو وهل شوي دي، ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره د نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله بدني سزاګانې ختمې کړي.
په تېره جون میاشت کې د طالبانو چارواکو د افغانستان په شمال کې د 14 ښځو په ګډون تر 63 ډېرو کسانو باندې د همجنسبازۍ، زنا او نورو "غیراخلاقي جرمونو" تور پورې کړی وو او ټول یې د لوبو په یوه ډک میدان کې د خلکو په مخ کې په دُرو وهلي وو.
د طالبانو د حکومت د سپریم کورټ په امر لږ تر لږه پینځه افغانان هم وروسته له هغه د قتل په تور په ولسي ځایونو کې زندۍ کړی شوي دي، چې د اسلامي شریعت له مخې د قصاص حکم ورباندې شوی دی.
د امریکې په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم د بشري حقونو د نورو اندېښنو تر څنګ تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسي د محدودولو له کبله د طالبانو حکومت تر اوسه د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
د امریکې د مذهبي ازادیو نړیوال کمیشن د 2024م کال لپاره په خپل کالني رپوټ کې سپارښتنه کړې، واشنګټن دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د مذهبي ازادۍ د نړیوال قانون له مخې له دې کبله د "ځانګړې اندېښنې هېواد" وپېژني چې د مذهبي ازادۍ "سختې سرغړونې" کوي.
دې ادارې دا غوښتنه هم کړې ده چې د طالبانو پر هغو چارواکو دې "هدفي بندیزونو" ته دوام ورکړل شي چې د مذهبي ازادۍ د سختو سرغړونو ذمه وار دي.
طالبانو پرله پسې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو هغه رپوټونه رد کړي چې پکې د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو خلاف د توپیري چلند تورونه لګول شوي او هغه یې د خپل حکومت پر ضد پروپېګنډه بللې ده.
د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي اصولو له مخې پر ځای دي او وایي د دوی "عدالتي نظام" خلکو ته له قرآن او شریعت سره سم انصاف ورکوي.