د بلوچستان په سبي سیمه کې بم چاودنې څلور د اېف سي عسکر وژلي

Pakistan Baluchistan FC Attack

د بلوچستان صوبې په سبې ضلع کې د سړک په غاړه ښخ بم چاودېدو له امله د اېف سي ځواک څلور عسکر وژل شوي او اته نور زخمیان شوي دي.

چاودنه د نهې، سه شنبې، په ورځ د سبي په سمنګان سیمه کې وشوه.

يوه اونۍ وړاندې هم په سبې ښار کې هغه وخت د امنيتي ځواکونو و پوسته ته نېږدې ځانمرګی بريد شوی و کله چې په ياده سېمه کې کلنۍ "سبي ميله" روانه وه، او د پاکستان د صدر عارف علوي په ګډون نور مرکزي او ايالتي لوړ پوړي چارواکي په ميله کې د ګډون په موخه هلته تللي و۔

د پوليسو چارواکو هغه وخت و ډيوه ته ويلي و چې د بريد هدف د پاکستان صدر عارف علوي و۔

د سمنګان سيمې د ليويز دفعه دار دوداخان وي او ای ډیوه وويل چې د سړک له غاړې ايښول شوي بم له چاودنې له امله د ايف سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي۔


د دودا خان په خبره ټپي شوي عسکر يې د کوټې سي ايم ايچ روغتون ته د درملنې لپاره وړي ۔

هغه وويل

"په ټپيانو کې د شپږ عسکرو حالت د انديښنې وړ دی"۔

د چاودنې ذمه واري د رپورټ جوړولو تر وخته کوم چا نده منلې۔

یوه هفته وړاندې چاودنه کې هم د ايف سي شپږ عسکر وژل شوي و او تر شلو زيات ټپيان شوي و۔

د دغه بريد ذمه واري داعش خراسان نومي ډلې منلې وه او دعوه يې کړې وه چې ځانمرګی بريدګريوه پاکستانی و او ګڼ شمير خلګ ته يې زيان رسولی۔

په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ وسلوالو ډلو تر څنګ مزهبې تندروه وسلوالې ډلې امنيتي ځواکونه په نخښه کوي۔

شمېرې ښيي چې په روان کال په ايالت کې د نا امنۍ په پېښو او وسلوالو بريدونو کې زياتوالی راغلی۔

د ليويز او پوليسو د محکمې رپورټونه دي چې د روان کال په دوه نيمو مياشتو کې 33 پېښې شوې چې پکې د 42 امنيتي عسکرو په ګډون 111 کسان وژل شوي، او د 59 امنيتي عسکرو په ګډون تر 120 زيات کسان ټپيان شوي دي۔

حکومتي او امنتيتي چارواکي د داسې وسلوالو بريدونو تر شاه د پاکستان د دوښمن قوتونو لاس ښيي او وايي چې پداسې بريدونو کولو دوښمن د پاکستان امن او معيشت خرابول غواړي۔