په داسې حال کې چې صدر ډانلډ ټرمپ غواړي امریکا دې د پاناما نهر واک اختیار بیا ترلاسه کړي او هېواد ته د لاطیني امریکې څخه د غېر قانوني کډوالو د راتګ مخه ونېسي، توقعو ده چې خارجه وزیر مارکو په خپله وړمبۍ بهرنۍ دوره کې پاناما او د مرکزي امریکې ځینو نورو ملکونو ته ورشي.
د روبیو د مجوزه سفر په اړه وړمبی خبر د امریکې پولېټيکو خبري ادارې ورکړو او ويې وېل توقعو ده چې روبيو پاناما، ګوېټی مالا، اېلسېلوېډور، کوسټاریکا او ډومېنین ريپبلېک ته تګ وکړي.
سټېټ ډپارټمنټ وویل روبیو د مغربي کرې سره ښکېلتیا ته ترجیح ورکوي.
د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمان (نې) وي او ای ته وویل د مهاجرت، د اقتصاد په برخه کې د رسد او د طلب په مسلو د قابو موندلو او د اقتصاد د ترقۍ دپاره ګاوډیانو سره روابط بنیادي اهمیت لري او د روبیو د دې تګلارې برخه ده چې امریکا نوره مضبوطه، سوکاله او محفوظه کړي.
ټرمپ ویلي پاناما نهر بیا د امریکې د واک اختیار لاندې د راوستلو دپاره يې د پوځي او یا د اقتصادي اقداماتو د استعمال امکان نه دی رد کړی.
deewa
یوه ورځ مخکې روبیو د خارجه تګلارې خپل ترجیحات بیان کړل او په یو بیان کې وویل د نورو او په خصوصي توګه د مغربي ملکونو سره په سفارتي تعلقاتو کې به امریکا د خپلو سرحدونو امنیت، غېرقانوني او بې ثباتي پېدا کوونکي مهاجرت او خپلو ملکونو ته د غېرقانوني کډوالو ستنولو دپاره مذاکراتو ته ترجیح ورکوي.
روبیو وویل سټېټ ډپارټمنټ به هېڅ داسې فعالیت نه کوي چې امریکې ته د خلکو د اجتماعي مهاجرت حوصله افزايي وکړي.
پاناما نهر امریکې د ۱۹۰۰ په لسیزه کې جوړ کړی چې د هېواد د مشرقي او مغربي ساحلونو ترمنځ د پوځي او سمندري جهازونو په حرکت کې اساني پېدا کړي.
په کال ۱۹۷۷ کې د امریکې د پخواني صدر جیمي کارټر په حکومت کې لاس لیک شوي د معاهدې د لاندې امریکې د کال ۱۹۹۹ د ډسمبر په ۳۱ نېټه د پاناما نهر واک اختیار پاناما ته ورکړو.
په پاناما نهر واک اختیار ترلاسه کولو په اړه د ټرمپ بیانونو د پانامیانو تشویش راپارولی او د هېواد صدر د ټرمپ د ارادو د اظهار کړی دی.
د پاناما صدر هوزی راول مولینو د ټرمپ خبرو ته د سخت ردعمل اظهار کړی دی او د ګل، دوشنبې، په ورځ يې دغه دریځ تکرار کړو. مولینو وویل پاناما نهر د پاناما دی او همېشه به د پاناما په ملکیت کې وي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د ۴۷ صدر په حېث د سوګند پورته کولو وروسته ټرمپ په خپل وړمبي رسمي تقریر کې وویل د پاناما نهر نه د تېرېدو په وخت د امریکي سمندري جهازونو نه چې د سمندري پوځ کښتۍ په کې هم شاملې دي زیاتې پېسې اخیستل کېږي او په هېڅ شکل کې هم ورسره منصفانه سلوک نه کېږي