د امریکې نوي خارجه وزیر مارکو روبیو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې عهدې سوګند پورته کړو او په سټېټ ډپارټمنټ کې د هغه د هرکلي دستوري ته يې وویل د نوي حکومت د خارجه تګلارې بنیادي ټکی په نړیواله کچه امن ته وده ورکول او د جنګونو ختمول دي.
روبیو د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه وزارت دستورې ته د خپلې کورنۍ غړي معارفي کړل، هغه په واشنګټن او په خارجي ملکونو کې د سټېټ ډپارټمنټ د سفارتکارانو او په مقامي ملکونو کې د ځآيي عملې ستاینه وکړه او ويې وېل د وزارت د کارکوونکو د کوښښونو دلاې امریکا خپل مشن سر ته رسوولی شي.
روبیو د صدر ډانلډ ټرمپ شکریه هم ادا کړه او دا يې د ځان دپاره اعزاز وبللو چې هغه د دې منصب دپاره غوره کړی شوی دی.
deewa
روبيو وویل د ټرمپ خارجه تګلارې ته به وده ورکوي او د دې تګلارې بنیادي هدف په نړیواله کچه جنګ ختمول او امن ته وده ورکول دي. خو هغه زیاته کړه د امن په تکل کې به امریکا هېڅ کله هم په خپلو قومي مفاداتو سودا نه کوي.
هغه وویل امریکا به په داسې انداز کې خپلو قومي مفاداتو ته ترقي ورکوي چې هېواد نور مضبوط، محفوظ او سوکاله شي.
د خارجه وزیر په توګه د ګمارل کېدو نه مخکې روبیو د ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ په نمایندګۍ د فلورېډا ریاست څخه د سېنېټ او د سېنېټ د خارجه چارو د کمېټۍ غړی و.
وېل کېږي چې روبیو د چین په اړه سخت دریځ لري او د اسرایل کلک حمایتي دی.
د روبیو مور او پلار د کیوبا څخه په امریکا کې اباد شوي دي. په یو وخت کې هغه هم د ټرمپ په مقابل کې د صدارت خواهشمند و خو بیا د مقابلې نه بهر شو او د ټرمپ د حمایت يې اعلان کړو.