روس د وايس اف امريکا او بي بي سي ځينې څانګې تړلي

په روس کې د یو نوي قانون منظوري ورکړی شوې چې د روسي پوځ په اړه ناسم خبر خپرونکي ته به د 15 کالو بند سزا ورکولی شي، له دغې وروسته (رېډيو فري يورپ او رېډيو لبرټي/ ار اېف اي ار اېل) خپلې خپرونې معطل کړي دي.

د ار اېف اي ار اېل مشر جيمې فلايي ويلي، "په روس کې د دفترونو تړل اسان نه وو، او دا داسې پرېکړه نه وه چې ادارې په خپله کړې ده بلکې دا د پيوټن (روسي صدر) د حکومت لخوا په رښتياو د حملې له سببه په مونږ په زوره رامسلط کړی شوې ده".

هغه ويلي، "زمونږ خبريالانو ته د کلونو راهسې د ګواښونو، ويرولو او ځورولو وروسته، کريملن چې په اوکراين د خپلې ناجايزه جګړې په اړه رښتيا د خپلو خلکو نه پټول غواړي، اوس رښتيا ويونکو صحافیانو ته روس غداران وايي".

هغه ويلي، "د خبرونو ادارې د بهر نه هم د روس په اړه سم خبرونه خپرول دوامداره ساتلی شي".

د روس ميډيا څارونکو ادارو د جمعې په ورځ د وايس اف امریکا/ امریکا غږ او بي بي سي د ځينو برخو په ګډون د لويديځ خبري ادارو ته رسايي هم بنده کړې ده.

اې اېف پي خبري ادارې ويلي، په روس کې په 24 فرورۍ د خبري وېب پاڼو تړلو خواست شوی وو، په کومه ورځ چې روس په اوکراين بريد کړی وو.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا وياند اېملي هارن په يو بيان کې د هغو حکومتونو او ادارو ستاينه کړې چا چې د روس د صدر د جګړې غندنه کړې ده.

هغه د روس لخوا د ازادو رسنیو د غلي کولو او غلطو خبرونو خپرولو غندنه هم کړې ده.

په بيان کې ويل شوي دوی د خپلو همکارانو سره د ازادو رسنیو په بندولو هم د روس غندنه کوي.

د امریکا غږ مشرې يولانډا لوپيز ویلي، "چې د روس د رسنیو د څار ادارې لخوا د امریکا غږ او نورې ازادو رسنیزو ادارو د تړلو دړکې اوس په روس کې زمونږ د اورېدونکو دپاره حقيقت ګرځېدلی دی".

هغې ویلي، "په روس کې زمونږ کتونکي او اورېدونکي په دې مشکل وخت کې حق لري چې هغوی ته زمونږ رښتوني خبرونه ورسي. نه یواځې په اوکراين کې د روانې جګړې بلکې د ټولو نړيوالو پېښو په اړه، کوم څه چې د دوی په ژوند اغېزې کوي، زمونږ خبريالان به رپوټوونه خپرول دوامداره ساتي".

ار اېف اي ار اېل او بي بي سي هم ويلي، د روسي اورېدونکو دپاره خبرونه خپروي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د اې پي، اې اېف پي او رايټرز څخه اخستل شوي دي).