روس: د یوکرین د ډرون الوتکې حمله کې د سمولېنسک په سیمه کې د تیلو په تنصیب کې اور لګېدلی

د یوکرین کییف ښار اوسیدونکي د هوایی حملې الارم په مهال په میټرو سټیشن کې د پناه اخیستو په وخت

د روس چارواکو د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د یوکرین لخوا په حمله کې استعمال شوی ډرون الوتکه یې ویشتلې راغورځولې یې ده خو د دغه ‌ډرون الوتکې ټوټې د سمولېنسک په سیمه کې د تیلو په یوه تنصیب کې ولوېدلې چې دغه له کبله اور لګېدلی دی.

د روس د دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه د یوکرین لخوا په حملو کې استعمال شوي 68 ډرون الوتکې یې راغورځولي او تباه کړې یې دي. دغه چارواکو ویلي په دغه ‌ډرونز الوتکو کې لس د سمولېنسک په سیمه کې راغورځولي دي.

دغه وزارت وویل د برانسک، کریمیا، کراسنودار، ټوېر، روستوف، کرسک او کالوګا په سیمو کې هم ‌ډرون الوتکې ویشتل شوي او راغورځول شوې دي.

په دغو بریدونو کې د ځاني او مالي نقصان په اړه نور رپورټونه نشته دي.

بلخوا د یوکرین چارواکو ویلي چې د ملک هوایي دفاعي نظام یې د نهې، سه شنبې په ورځ په کییف کې د روس د مېزایل بریدونه شنډ کړي دي.

د کییف د ښار د پوځي ادارې مشر سرهي پاپکو وویل چې د رالویدلي مېزایل ملبې په ودانۍ ولګیدې خو کوم نقصان یې نه دی اړولی.

د یوکرین په شمال ختیځ کې د سومې په سیمه کې چارواکو ویلي چې د مېزایل حملې د شوستکا په ښارګوټي کې د زیربناو ځایونه په نښه کړي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات روېټرز او اې اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي