د روس په ډرون حمله کې د یوکرېن خارکیف ښار کې مارکېټ ته نقصان رسېدلی

د فېبرورۍ د وړمبۍ نېټې په دې تصویر کې د یوکرېن په پولټوا ښار کې د روس په ډرون حمله کې رهایشي ودانۍ ته نقصان لیدل کېږي

د یوکرېن چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل روس تېره شپه د یوکرېن په ګڼ شمېر علاقو د ډرون حملې وکړې او د روس په حملو کې په خارکیف ښار کې یو مارکېټ ته د نقصان ورسېدلو.

د خارکیف ګورنر په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل په خارکیف کې د روسي ډرون ملبې د بجلۍ تارونو ته نقصان ورسوولو.

د یوکرېن پوځ وویل د هوايی دفاع ځواکونو يې د روس د ۷۷ څخه ۵۶ ډرونز راوغورځول. روسي ډرونز په چېکسي، چرنېف، ډېنېپروپېټروسک، خارکیف، کییف، اوډیسا، پولټاوا، سامی، وېنېسټیا، ژاپروژیا او په زیتومر سیمو کې راوغورځول شوو.

د ډېنېپروپېټروسک ګورنر وویل روسي ډرونز په سیمه کې ۱۰ کورونو ته نقصان ورسوولو.

د روس د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تېره شپه یې د یوکرېن ۲۸ ډرونز تباه کړل. وزارت وویل

د یوکرېن ډرونز د ازو سمندر، روستوف، کرېسنودر او اسټراخان سیمه کې تباه کړی شول.

د بلګورود ګورنر وویل په سیمه کې د ډرون په حمله کې یو موټر ولګېدو او درې کسان يې ووژل.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي