ساتھ فورم: د عمران خان وزیراعظمي په اصل کې د پوځیانو واک دی

په جنوبي ایشا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو ملګری تنظیم ساتھ وايي پاکستان کې ملت پاله او ازاد خیاله فکر کوي چې د عمران خان د وزېراعظم په توګه ټاکل په اصل کې د پوځیانو واک دی.

په واشنګټن کې د ساتھ د درې ورځنۍ غونډې په سر کې ورکړل شوي بیان کې ویل شوي دي چې د عمران خان حکومت د یو ډېر کمزوري اولسي(غیر پوځي) واک نمونه ده.

د غونډې کوربانه په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني او کالم لیکونکی ډاکټر تقي دي.

د ساتھ مشران وايي:

"د 2018 د انتخاباتو په نتیجه کې یو داسې اولسي حکومت جوړ شوی دی چې په فکر کې د بل هر اولسي حکومت نه پوځ ته ورته دی."

د ساتھ فورم ترمخه هغه خلک چې د پاکستان په هکله د تند لارو د فکر نه بدله مفکوره وړاندې کوي نو په هغوي ریاستي واکمن او مذهبي تندلاري بریدونه کوي:

"په پاکستان کې زمونږ یو شمیر ملګري له منځه وړل شو دي، ځیني په جلاوطنۍ مجبوره کړی شوي دي او د ځينو غږ ېی خاموشه کړی دی"

ساتھ وايي سیاسي ګوندونه په پاکستان کې د سرساتنې په جګړه کې ښکیل دي او په هیواد کې نیغ په نیغه د پوځي یا عدالتي مداخلت د مخنیوي په هڅو کې دي. دغه وجه ده چې سیاسي ګوندونه اوس د ګڼ اړخیزې ټولنې، بشري حقونو، جنسي برابري، ګڼ اړخېزې نسلي او مذهبي ډلو حقونو او دبنیادي قانوني او اساسي قانون کې د ضروري بدلونو د کار نه بې پرواه کړل شوي دي.

د ساتھ مشران دعوا کوي چې د تیرو انتخاباتو ورستو جمهوریت، امریت لور ته روان شوی دی:

"د 2018 د انتخاباتو په نتیجه کې پاکستان د نیمګړي اولسي واک نه یو مکمل پوځي واک ته منتقل شو.

په پاکستان کې تحریک انصاف د 2018 انتخاباتو په نتیجه واک تر لاسه کړی دی او وايي په انتخاباتو کې درغلي نه ده شوی. انتخابات د پاکستان تر سیوري لاندې شوي وو او پوځ هم یاد انتخابونه پاک او صاف ګڼي.

په پاکستان کې دتیرو انتخابونو په اړه دټاکنو دڅار اداره فافین وايي په تیرو ټاکنو کې ځیني قانوني چارې عملي شوی نه دي. د تحریک انصاف مخالف ډلې هم انتخابات لانجمن بلي.

ددې وړاندې د ساتھ دوه غونډې په 2016 او 2017 کې په لندن کې شوي دي.

د ساتھ په درې ورځنۍ غونډه کې په امریکه کې دمیشتو سیاسي، اقتصادي او د بشري حقونو د کارپوهانو نه علاوه د پاکستان څخه هم د ساتھ ځیني هم فکره برخه اخلي.