د پاکستاني صحافي سلیم شهزاد د وژنې د تحقیقاتو غوښتنه

  • صداقت جان

Nacionalni park Josemiti u Kaliforniji, 26. avgusta, 2013.

د انساني حقوقو یوې نړي والې ادارې د پاکستان په حکومت غږ کړی دی چې د وژل شوې صحافي سلیم د قاتلانو معلومولو د پاره دې خپل کوششونه زیات کړې.

په نیویارک کې میشته هیومن رائټس واچ دغه غوښتنه د گل په ورځ یو بیان کې کړې ده. ادارې خپله غوښتنه په داسې وخت کړې ده چې د سلیم شهزاد د وژنې د تحقیقاتو د پاره جوړ کړی شوې عدالتي کمیشن د هغه قاتلان په نخښه کولو کې د ناکامۍ سره مخامخ شوی دی.

د سلیم شهزاد د وژنې ِتحقیقاتي کمیشن خپل رپورټ او نتائج د جنورۍ د میاشت په ١٠ مه نیټه حکومت ته وړاندې کړی دی چې پکې د هیومن رائټس واچ ترمخه وویل شوې پولیس په خپلو پلټونو کې د پوځي استخباراتي ادارو د چارواکو نه تفتیش نه دی کړی.

سلیم شهزاد چې په انټرنیټ د ایشیا ټائمزآن لائن خبري ویب پاڼي خبریال وو، د کال ٢٠١١ د مۍ په میاشت کې اسلام آباد نه د تښتول کیدو ورستو د هغه مړی د پنجاب منډي بهاؤالدین ښار سره نزدې ووموندلی شو.

د هغه د وژنې نه څه موده وړاندې سلیم شهزاد خپل یو رپوټ کې د پاکستان په سمند‏ري پوځ کې د ځنې چارواکو او د القاعده په منځ کې د روابطو خبر ورکړی وو. څیړونکې وائي د وژل کیدو نه وړاندې سلیم شهزاد د هیومن رائټس واچ او پاکستان کې اخبارونو مالکانو تنظیم چارواکو ته ایمیل لیکلې وو چې پکې د هغوي په وینا سلیم شهزاد د آئي ایس آئي چارواکو سره د خپلو لیدو کتو حال بیان کړی وو. د سلیم شهزاد په خط دا هم وویل شوې وو چې که په آئنده کې د هغه یا د هغه د کورنۍ سره څه وشوو نه دغه خط دې شائع کړی شي. ویل کیږي چې سلیم شهزاد هغه ته د ورکړی شوؤ دړکو په حقله خط خپلې ادارې ته هم لیږلی وو.

د صحافیتي تنظیمونو د احتجاجونو او غوښتنو ورستو د پاکستان سپریم کورټ د حکومت په وینا یو کمیشن جوړ کړو چې د سلیم شهزاد د وژنې تحقیقات اوکړې. خو کمیشن د هغه د قاتلانو ته رسیدو کې ناکامه شوی دی.

د هیومن رائټس واچ د ایشیا د چارو مشر بریډ ایډمز وائي د کمیشن ناکامي ښائي چې آئي ایس آئي د حکومت د عدالتي نظام نه بالا کار کوي. د هیومن رائټس بیان وائي چې خپله هیومن رائټس واچ، پاکستاني او نړي والو ادارو د آئي ایس آئي د لاسه د صحافیانو د وژنې، زورونې، تشدد او تښتولو شواهد ریکارډ کړې دي.

آئي ایس آئي او د پاکستان پوځ اکثر داسې قسمه خبرې ردوي. آئي ایس آئي د سلیم شهزاد په وژنه کې د لاس لرولو الزامات رد کړې دي.

هیومن رائټس واچ د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د سلیم شهزاد د ژونې تحقیقاتي کمیشن دا وړاندیز دې عملي کړی شي چې د پاکستان استخباراتي ادارې دي د پارلیمان د څارنې او د عدالت د احتساب د لاندې راوستلی شي.