د ایران او سعودي عرب خارجه وزیرانو په ټېلې فون خبرې کړي، وايي زر به ملاقات کوي

د ایران د قامي سلامتیا شورا علي شامخاني او د سعودي عرب د قامي سلامتیا مشیر مسعاد بن محمد الاېبن په بيجینک کې د مارچ په ۱۱ نېټه ملاقات وکړو

د ایران او د سعودي عرب خارجه وزیرانو د اتوار، يکشنبې، په ماښام په ټېلې فون خبرې وکړې او ويې وېل په اینده څو ورځو کې به ملاقات کوي.

د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا وویل د ایران خارجه وزیر حسین عبدالله هیان او د سعودی خارجه وزیر شهزاده فېصل بن فرحان السعود د مجوزه ملاقات زمان او مقان لا نه دی ټاکل شوي.

په کال ۲۰۱۶ کې په تهران کې د سعودي عرب خلاف د پرتشدد احتجاجونو نه پس د ایران او سعودي عرب سفارتي تعلقات وشلېدل. په تهران کې احتجاجونه په سعودي عرب کې یو شیعه عالم ته د مرګ سزا ورکړی کېدو په سر راپارېدلي وو.

د سږ کال د مارچ په ۱۹ نېټه دواړو ملکونو سفارتي تعلقات د بحالو اعلان وکړو. د دواړو ملکونو په راضي نامه کې وېل کېږي چې چین د منځګړي کردار ادا کړی دی.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ایران او د سعودي عرب ترمنځ د مفاهمت هرکلی کړی دی. بلېنکن تېره میاشت وویل چې امریکا د هر هغه ګام حمایت کوي چې په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کونکي د ایران د اقداماتو مخه ونېسي.

د ایران او سعودي عرب خارجه وزیرانو په داسې ورځ خبرې وکړې چې د مصر صدر عبدالفتح السیسي د سعودي عرب دوره وکړه او په جده کې يې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره وليدل.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ مصر سعودي عرب نه د مالې مرستې توقع کوي.

رپورټ وايي چې سعودي عرب د ډیر وخت راهسې مصر سره مالي امداد کوي خو په ورستیو ورځو کې يې دا خبره څرګنده کړې چې مصر سر به بغیر د شرایطو نور کومک نه کوي. د دې له امله، رویټرز وايي، په مطبوعاتو کې د دواړو ملکونو جنګ هم شروع شوی و.

رویټرز وايي السیسي سعودي عرب ته سفر په داسې حال کې هم کړی چې سعودي عرب او مصر د شام، ایران او ترکي سره تاوتریخوالی د کمولو دپاره ګامونه پورته کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د فارسۍ څانګې او د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي