د سعودي عرب او روس ترمنځ د تیلو جنگ ـ پر نړۍ یې اغېزې

سعودي عرب چې په نړۍ کې د تیلو یو ستر تولیدوونکی هېواد دی، د گل/دوشنبې په ورځ یې د خامو تیلو بیعه راټیټه کړله او په دې سره یې د تیلو بازار ته ټکان ورکړ. دا کار، د سعودي عرب یو داسې له خطره ډک قمار گڼل کیږي چې په کې غواړي خپل د روس په شان رقیبان څنډې ته کړي.

د اې اېف پي خبري ایجنسي وایي، د ریاض دغه حیرانوونکې تگلاره، په نړۍ کې د خامو تیلو تولیدوونکو هېوادونو باندې پراخې اغېزې شیندي، ځکه له یوې خوا د کرونا واېرس د خورېدو مسئلې نړېوال بازار خراب کړی او له بل پلوه دا دی سعودي عرب د خامو تیلو قیمت راښکته کړ.

مگر دا فیصله کیدای شي پخپله سعودي عرب ته هم خطرې مخ ته کړي، ځکه اوس مهال په سعودي عرب کې د سلطنتي کورنۍ ترمنځ هم شخړې په څرگندېدو دي، او وروستۍ بېلگه یې دا ده چې د پاچا سلمان ورور او د هغه زوی دواړه بندي کړی شوي، او پخپله سعودي عرب هم د کرونا واېرس د خورېدو له وېرې اغېزمن دی.

دا چې سعودي عرب ولې په داسې یو وخت کې د خامو تیلو بیعه راټیټه کړه او د روس په شان قوت سره سترگو په سترگو شوی دی، په دې هکله ځیني نظرونه داسې ورکړل شوي دي:

د تیلو د بیعې د جگړې وجه څه ده؟

سعودي عرب چې د تیلو د تولیدوونکو هېوادونو د ټولنې یا اوپېک مخکښ غړی دی، تېره هفته یې کوشش وکړ چې د خامو تېلو د تولید کچه راټیټه کړي، څو په دې سره د کرونا واېرس د خورېدو له امله چې کوم اثر پر مارکیټ راغلی، هغه دفع شي. خو روس چې په نړۍ کې د تیلو دویم ستر تولیدوونکی هېواد دی، دا خبره ونه منله او د تیلو د تولید کمولو ته یې غاړه کېنښودله.

د روس دې غبرگون، د سعودي عرب قهر او غوسه راوپاروله، او د روس د دې رد عمل په جواب کې یې فیصله وکړه چې د تیلو بیعه به دومره ډېره راټیټه کړي چې په تیرو شلو کالو کې یې ساری ندی لیدل شوی. سعودي عرب د تیلو د بیعې په کمولو، په حقیقت کې د روس گاکان ځان ته رااړوي او دا به روس ته سخته ضربه وي.

په ١٩١٩ کې چې کله د خلیج جگړه شوې وه، تر اوسه د تیلو په بیعه کې دومره لوی کموالی نه و راغلی. اوس څېړونکي وایي چې که روس او سعودي عرب کومې موافقې ته ونه رسیږي، نو د تیلو بیعه به کرار کرار دومره راولوېږي چې بېرل په شلو ډالرو ته به ورسیږي.

د دې صورتحال اقتصادي اغیزه به څه وي؟

د خامو تیلو د بیعې رالوېدل به پراخ اثرات ولري. څېړونکي وایي په هغو ملکونو کې چې زیاتره آمدن یې په انرجۍ پورې تړلی، ډېر اثر ولویږي او همدا راز په نړۍ کې به د تیلو بیعه به له حده زیاته راټیټه شي او د تیلو د استخراج منصوبې به هم وځنډیږي.

پر دې سربېره، د امریکا د تیلو صنعت به هم بې اثره پاته نشي.

خو زیاتره نقصان به د خلیج ملکونو ته ورسیږي، چې د نړۍ پنځمه برخه تیل هغوی تولیدوي، او ٪٩٠ ـ ٧٠ آمدن یې د تیلو له درکه دی.

له دې نه وړاندې په ٢٠١۴ کال کې هم د تیلو د بیعو پر سر شخړې وشوې چې له امله یې د تیلو بیعه یو بېرل دېرشو ډالرو نه هم ټیټه شوله، او په دې سره د خلیجي ملکونو آمدن سخت اغیزمن شو او مجبوره شول چې پر ځان مالي سختۍ ومني.

محمد بن سلمان د سعودي عرب راتلونکی پاچا دی او هېواد کې یې د اصلاحاتو لړۍ پیله کړې ده

د سعودي شهزاده ته یې نقصان څه دی؟

د تیلو د بیعو رالوېدل او د مارکېټونو خرابېدل به د سعودي عرب د شهزاده محمد بن سلمان هغه خوب هم گډوډ کړي چې پخپل ملک کې یې د اقتصادي اصلاحاتو او ترقۍ دپاره لیدلی دی.

محمد بن سلمان د خپلې دېرش کلنې منصوبې په اساس غواړي چې د سعودي عرب اقتصاد ته تغییر ورکړي او یوازې د تیلو په آمدن باندې ولاړ نه وي.

بل اړخ ته دا د تیلو جنجالونه په داسې وخت کې رامخ ته شوي چې د سعودي د سلطنتي خاندان ترمنځ ستونزې هم په راجگېدو دي. تېره هفته د پاچا ورور، شهزاده احمد بن عبدالعزیز آل سعود، او د پاچا وراره، شهزاده محمد بن نایف بندیان کړی شول.

ذرایع وایي دوی پس له هغه ونیول شول چې د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پر خلاف یې په سلطنتي محل کې گني د کودتاه هڅه کوله.

خو سعودي دربار ته یوه بله نږدې سرچینه بیا وایي چې د دې دوو شهزادگانو بندیان کول په حقیقت کې یو امتحاني پیغام و چې که د پاچا کېدو نه پس څوک د محمد بن سلمان پر وړاندې ودریږي، نو وبه ټکول شي.