رپورټ: د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د امریکایي کانګرس غړو ته د خپلې وژنې اندېښنه څرګنده کړې

د امریکایي مجلې پولیټیکو د رپورټ له مخې د سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د امریکایي کانګرس غړو سره خبرو کې د خپلې وژنې اندېښنه ښکاره کړې ده.

رپورټ کې ویل شوي د سعودي ولیعهد د امریکایي کانګرس غړو ته ویلي اسرایل سره د اړیکو ځای ته په راوستلو اؤ د امریکا سره پرته له کوم شرطه په مرستې کولو هغه خپل ژوند په خطر کې اچولی اؤ له دې امله هغه څه وخت هم په نخښه کیدای شي.

د پولیټیکو مجلې رپورټ وایي د امریکایي کانګریس غړو سره د خبرو په مهال په یوه موقع محمد بن سلمان د مصر د وژل شوي صدر انور سادات حواله هم ورکړې چې هغه د اسریل سره د کیمپ ډيوډ له تړون وروسته وژل شوی ؤ.

د رپورټ تر مخه شهزاده محمد بن سلمان د امریکایي کانګریس غړو ته دا هم ویلي چې د اسرایل سره په کوم احتمالي تړون کې باید د فلسطیني ریاست د ترلاسه کېدو حقیقي لاره هم شامله کړل شي په ځانګړې توګه همدا اوس چې د اسرایل په ضد د عربو غوسه پخپل عروج ده.

د روان کال په فرورۍ میاشت کې سعودي عرب امریکا ته ویلي وؤ چې سعودي به تر هغې اسرایل سره خپلې سفارتي اړیکې نه پېلوي چې تر څو د 1967 په سرحدونو کې ازاد فلسطیني ریاست نه وي جوړ کړی شوی چې پلازمینه یې باید ختیځ القدس وي.

تر هغې وړاندې په جنورۍ کې د سعودي خارجه وزیر شهزاده فیصلبن فرحان ویلي وؤ چې که د فلسطین شخړه هواره شي نو سعودي بیا اسرایل تسلیمولی شي.

امریکا د ګل-دوشنبې په ورځ ویلي وؤ چې سعودي عرب ته د حملې کولو د وسلو خرڅول یو ځل بیا پیل کوي، چې د دې سره به د کلونو نه روان په وسلو د خرڅون بندیز ختم شي.

امریکا سعودي عرب ته په وسلو د خرڅ دغه بندیز د سعوي عرب لخوا په یمن له خونړیو حملو وروسته لګولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټیل خبریالانو ته ویلي وؤ چې سعودي عرب اوس هم د امریکا نزدې سټریټیجېک ملګری دی او مونږ غواړو ورسره خپله همکاري نوره هم پراخه کړو.