يو سعودي تن د مسجد حرم دروازې سره موټر جنګولی

په سعودي عرب کې د کرونا وبا خوریدو وروسته مسجد حرام هم تړل شوی وو او په نژدیو ورځو کې د لمونځو کونکو لپاره بیرته پرانستل شوی. 

د سعودي حکومتي خبري اداره وايي يو سعودي تن د مسجد حرم دروازې سره موټر جنګولی، د موټر ‌‌‌‌‌‌ډرايور يې نيولی او د پېښې پلټنې به کوي.

په سوشل میډیا خپره شوې ویډیو کې ليدل کېږي چې ‌‌‌‌‌‌ډرايور د مسجد حرم دروازې سره موټر جنګوي.

د حرمېن شرېفېن لخوا يو ټويټ کې ويل شوي چې موټر د جومات ۸۹مه دروازه باندی ورغلی.

د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې تر مخه دغه پېښه د جمعې په شپه ناوخته د شپې لس نیمې بجې رامنځ ته شوې.

د رپورټونو ترمخه ګاډی چلونکی یو سعودي تن وو او موټر یې ډیر په تیزۍ سره چلوو. لومړی یې په ګاډي امنیتي جنګله (بېریر) وهلې، او بیا یې موټر د مسجد حرم لوې دروازې سره وجنګوو.

د مسجد حرم ۸۹مې دروازې سره د ګاډي د جنګیدو وروسته دغلته ولاړ امنیت ساتونکي د ګاډي نه راتاو شوي او موټر چلونکی یې د ګاډي رابهر کړی.

د میډیا رپورټونو تر مخه کله چې دغه تن دګاډي نه راکوز کړی شو نو د هغه حالت سم نه وو.

پولیسو دغه تن د انصاف محکمې چارواکو ته سپارلی چرته چې به دغه تن ته سزا ورکول کیږي.

په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو هم لاس په لاس ده چې د دغه پېښې وروسته امنیت ساتونکي دغه ګاډې د مسجد حرم نه بهر اوباسي.‌

په سعودي عرب کې د کرونا وبا خوریدو وروسته مسجد حرام هم تړل شوی وو او په نژدیو ورځو کې د لمونځو کونکو لپاره بیرته پرانستل شوی.