په سعودي عرب کې د پاکستانیانو د نیول کېدو خلاف په اسلام اباد کې احتجاج

Your browser doesn’t support HTML5

په سعودي عرب قېد د پاکستانیانو د خپلوانو احتجاج

د سعودي عربستان په زندانونو کې د بنديوانو پاکستاني وګړو خپلوانو غوښتنه کړي چې له دې مخکې چې دغو قیدیانو ته د مرگ سزاگانې ورکړی شي حکومت دې د دوی د ازادولو کوښښ وکړي.

د سعودي عرب په جيل خانو کې قید پاکستاني وګړو دغه خپلوان د هېواد د بيلا بيلو سيمو نه راغلي وو او د اسلام اباد د پريس کلب مخې ته احتجاج کوي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کې احتجاج کونکو وویل وزير اعظم عمران خان حکومت دې په سعودي عرب کې د پاکستاني قیدیانو د راخلاصولو په لړ کې مرسته وکړي.

دغه احتجاج کې د خيبرپښتونخوا او د پنجاب د بيلا بيلو سيمو مېرمنې او سړي شريک دي. دوی وايي له دې وړاندې چې سعودي حکومت د دغو قیدیانو سرونه غوڅ کړي د پاکستان حکومت دې دوی بچ کړي.

په اسلام آباد کې دغه احتجاج په داسې حال کې پېل شوی چې د سمندر پورې پاکستانیانو دپاره د سنېټ کمیټۍ ته ویل شوې دي چې په تېرو اتوو میاشتو کې ١۴٠٠٠٠ پاکستانیان د سعودي عرب نه هېواد ته ستانه کړی شوې دي.

د هېواد د سمندر پورې پاکستانيانو د وزارت د شميرو ترمخه دا مهال په سعودي عربستان کې د ٢٠ لکو څخه زيات پاکستانيان د کار روزګار لپاره ميشت دي او د ٣ زرو نه زيات پاکستاني وګړي ددغه هېواد په بيلا بيلو زندانونو کې قيد دي .

د اسلام اباد کې شریک د مومند ضلعې موراج خان چې ورور ارشاد یې د تيرو دوو کلونو راهسې په زندان کې بندي دې واي ورور یې بې ګناه دی او بايد چې انصاف ورسره وشي .

د خيبر پښتنوخوا د شانګلې ضلعې بخت جمال وایي تره ې د تيرو اووه مياشتو نه د مدينې په جيل کې پروت دې او بال بچ یې د راتلو لارې ته ګوري .

د پنجاب د ناروال نه راغلې محبوب وايي مور یې د وړيا عمرې په بهانه ليږلې شوې وه او وروسته خبر شول چې هغې ته د مخدره موادو د قاچاق په سر د ١٨ کالو قید سزا اورول شوې ده. هغه وویل مور یې ساده ښځه ده او بې ځایه تور پرې لگول شوی دی.