شولز پوټین ته ویلي له اوکراین سره دې د سولې خبرې وکړي خو اوکراین د دوی د خبرو مخالفت کړی

د جرمني چانسلر اولف شولز د جمعې په ورځ د روس له صدر ولادیمیر پوټین سره دوه کاله وروسته په ټیلیفون خبرې کړې دي او له هغه یې غوښتي چې له اوکراین سره د سولې خبرو اترو ته کښېني خو اوکراین د دې ټیلیفوني خبرو مخالفت کړی دی.

د جرمني د چانسلر ویاند ستېفین هېبسټریټ وایي، په یو ټیلیفوني خبرو کې شولز د اوکراین خلاف د روس د "یرغل غندنه وکړه" او له صدر پوټین څخه یې وغوښتل چې دا [جګړه] ختمه کړي او خپل پوځیان [له اوکراینه] وباسي".

هېبسټریټ د جمعې په ورځ په خپل بیان کې زیاته کړې چې د جرمني چانسلر "له روسه وغوښتل چې د منصفانه او تلپاته سولې د ترلاسه کولو لپاره دې له اوکراین سره خبرو ته لېوالتیا وښيي".

جرمني چانسلر شولز په ټیلیفوني خبرو کې پر صدر پوټین باندې ټینګار کړی چې "جرمني به د روس د یرغل خلاف د اوکراین د مبارزې تر هغه وخته ملاتړ کوي چې ورته اړتیا وي".

دواړو دواړو مشرانو دغه ټیلیفوني خبرې په اوکراین کې د جګړې په یو مهم پړاو کې شوې دي چې اوکرایني ځواکونه تر فشار لاندې دي او د امریکې په صدارتي‌ ټاکنو کې د ډانلډ ټرمپ بریا د کیف لپاره د واشنګټن د دوامداره ملاتړ په اړه شکونه پیدا کړي دي.

د جرمني د حکومت یوې سرچینې اې ایف پي خبري‌ ایجنسۍ ته ویلي، دواړو مشرانو د 2022م کال له دسمبر وروسته د جمعې په ورځ په ټیلیفون "یو ساعت" خبرې وکړې او وایي‌ شولز په ځانګړې توګه په اوکراین کې پر ملکي ادارو د روس هوايي بریدونه وغندل:

"هغه [شولز] دا څرګنده کړه چې د اوکراين په ضد د جنګي مِشن لپاره روس ته د شمالي کوريا د سرتېرو لېږل به په شدت سره د جګړې د زياتوالي او پراخېدو سبب شي".

کریملین ددغو ټیلیفوني خبرو په اړه ویلي، دواړو مشرانو د اوکراین پر حالاتو باندې "په ښکاره او تفصیل سره نظرونه سره تبادله کړل" او زیاته یې کړه چې ټیلیفون د جرمني چانسلر ورته کړی دی.

کریملین زیاته کړه، "کېدای شي تړونونه باید د روسي فیډرېشن امنیتي ګټې په پام کې ونیسي، د نویو مځکنیو واقعیتونو په بنیاد وي او تر ټولو مهم باید د شخړې اصلي سببونه په ګوته کړي".

د شولز ویاند هېبسټریټ وویل، چانسلر شولز پوټین ته تر ټیلیفون کولو مخکې د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي سره خبرې وکړې او خپله د اوکراین صدر هم دا خبره تایید کړې ده خو هغه له پوټین سره د شول د خبرو مخالفت کړی دی.

ولادیمیر زلنسکي د شولز او پوټین له خبرو وروسته په یوه ویډیو کې ویلي، پوټین ته د شولز ټیلیفون د "پېنډورا بکس" خلاصول دي، ځکه چې وایي کېدای شي اوس به نورې خبرې اترې او ټیلیفونونه وي او په نړۍ کې د پوټین د یواځې کولو هڅې به اغېزمنې شي.

زلنسکي وایي‌ د جرمني چانسلر او روسي صدر د ټیلیفوني خبرو په اړه ویلي، دا کار روس ته اجازه ورکوي چې په خپلو پالیسیو کې له هر ډول بدلون څخه ډډه وکړي او د ده په وینا نتیجه یې په اوکراین کې روانه جګړه ده، خو وایي دوی "ریښتینې سولې" ته اړتیا لري:

"دا په حقیقت کې هغه څه دي چې پوټین یې له اوږدې مودې په لټه کې دی. دا د هغه لپاره ډېره مهمه ده چې خپل یواځیتوب او د روس یواځیتوب را کم کړي او یواځې داسې خبرې اترې وکړي چې هیڅ ګټه نه لري، هغه له لسیزو راهیسې دا کار کوي".

د صدر زلنسکي تر ویډیو مخکې اوکراین د جمعې په ورځ د روسي صدر او جرمني چانسلر ټیلیفوني خبرې د "ارامولو هڅې" وبللې او ویې غندلې ځکه چې وایي کیدای شي دا خبرې ماسکو د کمزورۍ نخښه وګڼي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، دا ډول خبرې یواځې پوټین ته هیله ورکوي چې خپل نړیوال یواځیتوب را کم کړي:

"هغه څه چې مهم دي د [پوټین] د قانع کول او پخلا کول نه دي چې هغه یې د کمزورۍ نخښه وګڼي او د ځان په ګټه کار ترې واخلي، بلکې ټینګ او قوي اقدامات دي چې هغه سولې ته اړ کړي".

په 2022م کال چې امریکې او یورپي ټولنې په روس باندې پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې پراخ بندیزونه ولګول، صدر پوټین له هغه راهیسې د غربي هیوادونو له یو څو مشرانو سره خبرې کړې دي.

پوټین په دغو دوو کلونو کې یواځې د نېټو اتحاد د دوو هیوادونو له مشرانو سره خبرې کړې دي چې یو د هنګري وزیراعظم ویکټر اوربن دی چې د روس خلاف د لوېدیځ د پالیسۍ مخالف دی او بل د ترکیې صدر رجب طیب اردوان دی.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.