د اسرایل او حماس د اووه ورځنۍ ډزبندۍ تر ختمېدو وروسته پر غزې پټه د اسرایلي ځواکونو بمباري نن په دویمه ورځ هم روانه ده، چې په غزه کې د حماس تر انتظام لاندې روغتیا وزارت وایي له لسګونو نورو کسانو سره سره درې خبریالان هم پکې وژل شوي دي.
د غزې پټۍ په جنوب کې د شنبې- خالي په ورځ په خان یونس سیمه باندې د اسرایل هوايي بریدونه او د توپخانې بمبارۍ شوې دي چې فرانس پریس خبري ایجنسۍ د غزې د حکومت په حواله وایي "په لسګونو کورونه پکې له اوسېدونکو سره تباه شوي دي".
د اسرایل د دفاع وزارت دعوه کړې چې له جمعې راهیسې یې په غزه کې د حماس "ترهګرو" تر 400 زیات هدفونه ویشتلي چې وایي په هغوی کې تر 50 زیات په خان یونس سیمه کې وو، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو بریدونو کې چاته او څومره خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وزارت د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، "د اسرایلو د هوايي ځواک جنګي الوتکو په یو جومات کې دننه د اسلامي جهاد د عملیاتي کمانډ مرکز په نخښه کړ او زموږ سمندري پوځ هغه پوځي هدفونه وویشتل چې د حماس سمندري ځواکونو کارول".
په غزه کې د حماس تر انتظام لاندې روغتیا وزارت وایي له جمعې راهیسې په تازه بریدونو کې تر 200 زیات کسان وژل شوي دي او تر 500 زیات ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په تازه بمبارۍ کې درې خبریالان هم وژل شوي، چې وایي یو د ترکي د اناتولیا سرکاري خبري ایجنسۍ کېمره مېن منتصر السواف، یو د هغه ورور او بل کېمره مېن عبدالله دروېش شامل دي.
اسرایل د جمعې په ورځ تور لګولی وو چې حماس لومړی ډزبندي ماته کړه او لومړی یې اسرایل ته توغندي ور ویشتل. حماس دې تور ته څه جواب نه دی ویلی خو د امریکا حکومت هم حماس د ډزبندۍ په ماتولو تورن کړی دی.
په غزه کې د حماس ډلې روغتیا وزارت ویلي دي چې له پرون راهیسې د بریدونو په ترڅ کې تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي.
د اسرایلي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري وایي، تر اوسه هم 137 تنه یرغمل کسان له حماس ډلې سره دي چې اکثر یې نارینه اسرایلي وګړي دي. د هګاري په وینا په پاته کسانو کې 115 نارینه، 20 ښځې او دوه ماشومان دي.
ملګرو ملتونو د اسرایلو او حماس تر منځ د جګړې بیا پیل کېدل یو ناورین بللی دی. په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند ینس لایرکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، په جګړه کې ښکېل اړخونه باید عام خلک و ژغوري:
"د نړیوالو بشري قواننیو په بنیاد غزې ته د بشري ادارو د تګ راتګ ډاډ باید ورکړل شي. بشري مرستې باید له کوم شرط پرته روانې وي او یرغمل کسان هم باید بې له شرطه خوشي شي."
د اسرایلو او حماس تر منځ لومړی څلور ورځنۍ ډزبندي د تېرې جمعې په ورځ د نومبر پر 24مه پیل شوه، خو وروسته بیا یو ځل دوې ورځې او بل ځل یوه ورځ نور پسې وغزېد.
د رپوټونو له مخې حماس ډلې د ډزبندۍ په مهال 102 یرغمل کسان خوشي کړل چې په هغوی کې د اسرایل او څو نورو هېوادونو وګړي شامل وو. د هغو فلسطیني بندیانو شمېر 210 ښوول شوی چې د اسرایل له زندانونو خوشي کړل شوي دي.