د بلوچستان حکومت د صوبې په مرکزي ښار کوټه کې امنیتي ځواکونه ځای په ځای کړي او د ته د تیارسۍ امر یې ورته کړی دی.
د صوبې د داخله چارو محکمې د شورو، چهارشنبې، په شپه ناوخته يوه اعلاميه کې خبرداری وکړو چې د اینده دوو ورځو په مهال زیارت او جمعې (پنجشنبه، جمعه) په کوټه کې د ترهګرۍ کومه پېښه رامنځته کېدی شي.
د داخله چارو محکمې غوښتي چې د پېښې د مخ نيوي په موخه دې د ښار او د بېلا بېلو ځايونو امنيت لا خوندي شي او خلک دې له ګڼې ګوڼې ځان ګوري۔
د حکومت له لوري داسې درې جلا جلا اعلاميې خپرې شوې په اعلاميو کې زياته کړل شوي چې د امنيت خوندي ساتلو په موخه يې په کوټه کې دولتي او غير دولتي پوهنتونونه، پوهنځي او مکتوبونه د دو ورځو لپاره رخصت کړي او په کوټه ښار کې د نهم او لسم ټولکي روان امتحانونه هم ځنډول شوي۔
د ښار لویو او واړو مسجدونو، ريلوی سټيشنونو، پارکونو، مارکيټونو او پر سرکاري ودانيو په ګڼ شمېر امنيتي عسکر ځای پر ځای کړل شوي۔
حکومت له عام اولس څخه هم غوښتلي چې له ضرورت پرته دې له کورونو څخه نه وزي۔
حکومتي چارواکي وايې په کوټه ښار کې د پوځي چاوڼيو لاري تړل شوي او عامو خلګو ته اجازه نه ورکول کېږي چې چاوڼيو ته ور ننوزي۔
په کوټه کې د وي او ای ډیوه خبریال ترمخه د زیارت پنجشنبې، په ورځ په کوټه ښار کې کاروبارونه ساړه او زياته ګڼه ګوڼه نه ليدل کېده.
د کوټې اوسېدونکي وکيل محمد رفيق په خبره له تېرې ورځې دوی په ويره کې دي، په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه او په عدالتونو کې د مقدمو لپاره هم خلک ندي ورغلي
محمد رفیق وویل " پاروند چې کومه اعلاميه خپره شوې وه، موږ ټول په ويره کې يو، زه سهار عدالت ته تللم، په ښار کې خلک کم او سمه خاموشي وه، خلک ويرېدلي دي، په عدالتونو کې د کېسونو لپاره هم سايلين کم راغلي و"۔
د کوټې د پولسيو ايس ايس په عبدالحق بلوڅ وي او ای ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل چې د ترهګرۍ د مخ نيوي په موخه يې په ښار کې د امنيتي ادارو عسکر، ليويز پوليس او ايف سي عسکر په ګڼ شمېر کې ځای پر ځای کړي او د پاکستان پوځ پر سټېڼډ بای يا تيار سۍ حالت کې دی.بلوڅ وويل چې تر څو څارګرې او استخباراتي ادارې د ترهګرۍ د موجوده خطر د ختمېدو خبر ورنه کړي ترهغې به په کوټه ښار کې امنيتي عسکر هم داسې د تيار سۍ په حالت کې وي
"تاسو ته خو معلومه ده چې په ټول بلوچسان کې داسې خطرونه ځي راځي، خو امنيتي ځواکونه تيار دي، دا نشو ويلای چې کوم تنظيم به ترهګري کوي، د بمي چاودنې يا نورې داسې ترهګرۍ خطر سته"۔
د بلوچستان د کورنيو چارو د اعلاميې د نور تفصيل لپاره وي او ای ډیوه د صوبې د وزير اعلا د صلاح کار مير ضيا لانګو او د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه سره د رابطې کوښښ وکړو د دې رپورټ د جوړولو تر وخته يې ځواب ترلاسه نشو.
په نژدو ورځو کې په بلوچستان کې د تشدد یو شمېر پېښې شوي دي.
د دې مياشتې ماﺭچ پر اوومه نېټه په سبې ښار کې هغه وخت د امنيتي ځواکونو و پوسته ته نېږدې ځانمرګی بريد شوی و کله چې د پاکستان صدر عارف علوي په سبي کې د کلنیزې "سبي ميله" دوام درلود.
په چاودنه کې د ايف سي شپږ عسکر وژل شوي و او تر شلو زيات نور کسان ټپيان شوي دي.
د بريد ذمه واري داعش خراسان نومي ډلې منلې او دعوه يې کړې چې ځانمرګی بريدګريوه پاکستانی و.
د فرورۍ په دويمه نيټه په نوشکې او پنجګور کې د بلوڅ بيلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې د "مجيد بريګيډ" نومي څانګې وسلوال د ايف سي ته ننوتلي وو او تر درو ورځو يې خپل بريد غځولي و۔
په دواړو بريدونو کې بلوڅ ډلي د 195 عسکرو د وژلو دعوه کړې وه خو د پاکستان د پوځ وياندي ادارې "اي ايس پي ار" دغه دعوه رد کړې وه او ويلي و چې د دوی 11 عسکر وژل شوي او 20 بريدګر يې په ځوابي بريد کې وژلي۔