د هند او پاکستان ترمينځ سيمي فائنل ميچ سبا موهالي کې کيږي

د هند او پاکستان ترمينځ سيمي فائنل ميچ سبا موهالي کې کيږي

د لسم نړيوال کپ 2011ء په دوهم سيمي فائنل کې به سبا دشورو په ورځ په 30مه نيټه په لومړي ځل دپاکستان او هند دکرکټ ټيمونه يو بل ته مخامخ کيږي.
دورلډ کپ 2011ء دسيمي فائنل دغه ميچ به دهند په موهالي کرکټ سټيډيم کې کيږي چې ددغه ميچ کتلو لپاره به دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني هم ديوهيئت سره هند ته ځي.
يوه ورځ دمخه دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني په هند کې موجود دپاکستان دکرکټ ټيم کپتان شاهد افريدي سره په ټيلي فون رابطه کړې وه.
وزيراعظم شاهد افريدي ته د هغه په کارکردګۍ مبارکي ورکړه او دهغه حوصله يې سيوا کړه.
وزيراعظم شاهد افريدي ته دا هم وويل چې دهند په ضد دې په نره لوبه وکړي دټول قام دعاګانې هغه سره دي.
پاکستاني وزيراعظم په ورلډ کپ کې تر دې مهاله دټيم په کارکردګۍ شاهد افريدي ته شاباشى ووئيلو او زياته يې کړه چې دټيم دحوصلې سيوا کولو لپاره هند ته ورروان دى.
ددې په ځواب کې دټيم کپتان شاهد افريدي وزيراعظم سره ددې هيلې څرګندونه وکړه چې دټيم هر لوبغاړى به دکاميابۍ لپاره دښې کارکردګۍ څرګندونې کولو سره هيڅ ګنجائش باقي نۀ پريږدي.
ددغه ميچ لپاره دپاکستان دکرکټ ټيم دوړاندې څخه دهند په موهالي کې موجود دى.
دپاکستان او هندترمينځ دشورو په ورځ ترسره کيدونکي سيمي فائنل ميچ ته انتظار کوونکو دپاکستان او هند دکرکټ مينه والو ټول کارونه پريښي او پخپلو خپلو ټيمونو يې کلک نظر ساتلى دى.
کوم لوبغاړى څه بيان ورکوي او په هيواد کې نور دکرکټ پوهان ددغه ميچ په اړه څه خبرې کوي، دکرکټ مينه وال دغه رقم هر يو بيان په غور او پام سره اوري او خوندونه ترې اخلي.
ددواړو ټيمونو کپتانانو په موهالي کې بيلا بيلو مطبوعاتي کانفرنسونو ته په وينا کې ددې تاثر درد کولو هڅه وکړه چې په ميډيا کې به دسيمي فائنل چرچا او په دې اړه دسياسي بيانونو له امله به لوبغاړي دشورو په ورځ په زيات فشار کې لوبوي.
شاهد افريدي وويل چې په ټيم هيڅ رقم دباؤ نشته خو زياته يې کړه چې په دباؤ کې دميچ کولو زياته مزه وي.
هغه وويل کۀ چرې څوک په پريشر کې لوبه کوي نو ښۀ کارکردګي ښائي او دټيم کوچ لوبغاړو ته مشورې ورکوي چې پريشر به څنګه ختمولى شي.
دپاکستاني ټيم منيجر انتخاب عالم وينا وه چې لوبغاړي زيات باوري دي او هغه ټولو ته وئيلي چې خپلې لوبې ته دې پام وګرځوي، ټي وي دې نۀ ګوري، اخبار دې نۀ لولي او څوک چاته څه وائي په دې غوږ نۀ ګروي.
همدغه شان هندي کپتان مهندر سنګهـ دهوني خبريالانو سره خبرو کې وويل په سياسي محاذ څه کيږي مونږ هغې ته پام نۀ ګرځوؤ.
مونږ لوبغاړي يو او ټول لوبغاړي دشورو په ورځ کيدونکې ميچ کې دښې لوبې وړاندې کولو لپاره تيارۍ کې بوخت دي.
پاکستان په کوارټرفائنل ميچ کې ويسټ انډيز او هند اسټريليا ته ماتې ورکولو سره دورلډ کپ سيمي فائنل ميچ ته رسيدلي دي.
دپاکستان او هند ترمينځ تر دې مهاله 119 يو ورځني ميچونه شوي چې پکې پاکستان 69 او هند 46 ميچونه ګټلي دي.
په پاکستان کې دسيمي فائنل مقابلې کتلو لپاره په لويو ښارونو کې انتظاميې ته دلويو ، لويو ټي وي سکرينونو لګولو وينا شوې او په دې عمل درامد هم شروع شوى دى.