د شیخ حسینه زوی وایي له ټولټاکنو اعلانېدو وروسته به یې مور بنګله دېش ته ستنه شي

د بنګله دېش د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینه واجد زوی سجیب واجد جوی وایي د لنډمهاله حکومت له لوري د ټولټاکنو له اعلانولو وروسته به دده مور شیخ حسینه واجد یو وارې بیا هیواد ته ستنه شي.

شیخ حسینه واجد د طالبعلمانو له سختو احتجاجونو وروسته په پینځم اګست له خپل منصب نه مستعفي شوې اؤ ګاونډي هیواد هند ته تښتېدلې وه چې له هغې وروسته نوبیل انعام یافته ډاکټر محمد یونس د بنګله دېش د ۱۵ کسیز نوي لنډ مهاله حکومت مشري سمبال کړې ده.

په بنګله دېش کې نوې ټولټاکنې کول د محمد یونس د لنډ مهاله حکومت ذمه واري ده.

په امریکا کې مېشت د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینه واجد زوی دعوه کړې ده چې د هغه مور به ټولټاکنو ته نزدې یو وارې بیا هیواد ته ستنه شي.

د رایټرز خبري شبکې له مخې سجیب واجد هندي ورځپاڼې ټایمز اف انډيا ډيلي ته ویلي چې شیخ حسینه واجد د لږ وخت لپاره هند کې ده اؤ کله چې لنډ مهاله حکومت ټولټاکنې اعلان کړي نو هغه به بېرته بنګله دېش ته ستنه شي.

خو هغه نه دي ویلي چې مور به یې ټولټاکنو کې برخه اخلي که نه ؟

سجیب واجد ویلي "زما مور به د خپلې موجوده مودې سرته له رسولو وروسته د سیاست نه لاس واخلي"

نوموړي ویلي هغه پخپله امریکا کې میشت د بنګله دېش سیاست کې ورګډيدو ته هیڅ لېواله نه دی خو وایي د تېرو څو ورځو د رامنځته شوؤ پېښو نه وروسته په بنګله دېش کې د قیادت یا مشرتابه تشوالی رامنځته شوی دی .

هغه ویلي دخپلې ور د ګوند له خاطره سیاست کې فعالیدو ته چمتو دی اؤ هغه په ګوند کې یو څرګند حیثیت لري.